د وزيراعلی علي امين ګنډاپور د بارانونو د لاسه په شوې ځاني او مالي زيانونو د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په صوبه كښې د زياتو بارانونو د لاسه په رامخې ته شوو پېښو كښې په شوي ځاني او مالي زيانونو د افسوس څرګندونه كولو سره د لس كسانو په حق رسېدو د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا په جاري شوي بيان كښې علي امين ګنډاپور ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره …

پېښور ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په صوبه كښې د زياتو بارانونو د لاسه په رامخې ته شوو پېښو كښې په شوي ځاني او مالي زيانونو د افسوس څرګندونه كولو سره د لس كسانو په حق رسېدو د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا په جاري شوي بيان كښې علي امين ګنډاپور ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه۔ وزيراعظم په حق رسېدليو له د لوړو درجو٬ پسماندګانو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده ضلعي انتظاميې ته ژوبل شوو لپاره د غوره طبي مرستې باوري كولو هدايت وكړو۔ وزیراعلیٰ امر وكړو چې د ځپليو كورنيو فوري ريليف او مرسته دې باوري كړې شي۔ ده ووئيل د اوسنيو بارانونو دلاسه د شوي زيان په اړه دې بشپړ رپورټ وړاندے كړے شي۔ ده ووئيل د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ دلاسه د ځپلې شوي انفراسټركچر بيا بحالۍ له دې فوري اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې صوبائي حكومت ځپليو سره دے٬ هغوي به يوازې پرېښودلې نه شي او د هغوي به هره ممكنه مرسته كولې شي۔

مزید خبریں