کوئټه 21 جولائی (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) په بلوچستان اسمبلۍ كښې پارلیمانی لارښود او د مواصلات صوبائي وزیر میر سلیم احمد کھوسه امنيتي ځواكونو ته په ضلع قلات كښې د ترهه ګرو په ضد په کامیابو عملياتو پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ده ووئيل د امن او امان لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو ځوانانو ټول قوم مقروض دے او تر وروستي ترهه ګر تر انجام رسولو …
د مواصلات صوبائی وزیر په قلات كښې د ترهه ګرو په ضد په کامیاب آپرېشن سکیورټی فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
کوئټه 21 جولائی (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) په بلوچستان اسمبلۍ كښې پارلیمانی لارښود او د مواصلات صوبائي وزیر میر سلیم احمد کھوسه امنيتي ځواكونو ته په ضلع قلات كښې د ترهه ګرو په ضد په کامیابو عملياتو پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ده ووئيل د امن او امان لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو ځوانانو ټول قوم مقروض دے او تر وروستي ترهه ګر تر انجام رسولو به په قلاره نه كېښنو۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د بهادرۍ مظاهره كولو سره په يو بل ډزو كښې څلور ترهګر وژلي دي او هغوي څخه ئې په زيات مقدار وسله او بارود برآمد كړي او د هغوي ناوړه عزائم ئې ناکامه كړي۔ ده ووئيل د پاکستان امنيتي ځواكونه بلوچستان څخه د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره لوظي دي او ټول قام په دې عزم سره ولاړ دے چې د ترهه ګرو ټول سهولت کار او مجرمان به انصاف سره مخ كولې شي۔صوبائی وزیر میر سلیم احمد کھوسه د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو افسرانو او ځوانانو ته سلام كولو سره ووئيل ټول قام د هغوي د قربانو مقروض دے او د ترهه ګرو تر خپل منطقی انجام رسولو پورې به په قلاره نه كېښنو۔









