اسلام آباد۔21 جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د انفارميشن ګروپ افسران د هيواد د نظرياتي پولو تر ټولو وړومبي ساتوونكي دي كوم چې د حكومتي چارو فعاله ترجماني او په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انفارمېشن سروسز اكېډمۍ كښې د 41م اسپېشلائزډ ټرېننګ پروګرام پاسنګ آؤټ دستورې ته …
د انفارميشن ګروپ افسران د هيواد د نظرياتي پولو تر ټولو وړومبي ساتونكې دي: عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔21 جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د انفارميشن ګروپ افسران د هيواد د نظرياتي پولو تر ټولو وړومبي ساتوونكي دي كوم چې د حكومتي چارو فعاله ترجماني او په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انفارمېشن سروسز اكېډمۍ كښې د 41م اسپېشلائزډ ټرېننګ پروګرام پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پروبېشنرز سره ملاقات زما لپاره يو درناوے دے٬ دې ځوانانو افسرانو سره د قامي خذمت نوې هيلې تړلې دي۔ ده ووئيل انفارمېشن ګروپ په هر دور كښې د هېواد پرمختګ ٬ د نظرياتي پولو ساتنې د او د قامي بيانيې په تشكيلولو كښی مهم كردار ترسره كړے۔ عطاء تارړ ووئيل په پاك هند تاؤ تريخوالي كښې پاكستان ته ښكاره بريا ترلاسه شوه ٬ په دې بريا كښې د انفارمېشن ګروپ او د اطلاعات وزارت په كردار هم وياړ لرو ۔ ده ووئيل د جنګ اولنے ډګر د انفارمېشن ؤ او دا مونږ د يو چېلنج په توګه قبول كړو ۔ ده ووئېل انفارمېشن ګروپ او د اطلاعات وزارت د بيانيې په محاذ په زړه پورې كردار ترسره كړو كوم چې په اعلی كچه وستائېلے شو۔ وفاقي وزير ووئيل ډیجیټل میډیا ونګ بايد په ډیجیټل کمیونیکېشن ډیپارټمنټ بدل كړے شي۔ ده ووئيل اطلاعات يوه داسې څانګه ده كومې څخه چې د ژوند په ټولو برخو او د مملكت په ټولو چارو كښې د غوره كاركردګۍ طمعه لرلې شي۔ ده ووئيل زمونږ افسران په ګرده نړۍ كښې تعينات دي٬ زمونږ افسران په هر وزارت او ډويژن كښې موجود دي ٬ دوئي پاكستان لپاره غوره خذمات ترسره كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ روايتي ميډيا څخه د ميډيا يو نوي اړخ ته د تللو يو لويې بدلون ليدلے دے۔ دلته موجود سينئر چارواكي ډيجيټل ميډيا پلو تللي دي٬ دا هغه بدلون دے كوم چې د وخت تېرېدو او سینئرز څخه د زده كړې د سينيئرز سره يو ژور تعلق لري۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ مېن اسټریم میډیا، پرنټ میډیا څخه په يو تدريجي عمل په الېكټرانك ميډيا بدله شوې٬ كله چې په پاكستان كښې الېكټرانك ميډيا چېنلې معارفي شوې او دا به د پراخه ابلاغ نوو ذريعو په توګه كتلې شوې٬ دا يو داسې ارتقائي عمل ؤ كوم چې په يو بشپړ تركيب مخ په وړاندې لاړو او په كوم كښې چې کانټینټ کنټرول، ایډېټوریل بورډز، اېډېټوریل پالیسي او مخصوص کوډز آف کنډکټ شامل دي۔ ده ووئيل ډیجیټل میډیا خپل خصوصيات لري ولې چې دا يو داسې وجود دے كوم چې په خپله وده كړې٬ دا يو شمېر چېلنجونه هم لري۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د عصري دور په دې چېلنجونو قابو موندلو له خلق د تاسو نه خپلې هيلې لري۔ وفاقي وزير د اقتصادي فورم ذكر كولو سره ووئيل چې كله نړيوالو لارښودو څخه پوښتنه وشوه چې زمونږ د دور تر ټولو لويه خطره څه ده نو هغوي جوهري جنګ او ماحولياتي بدلون زياته خطر ونه ګرځولو بلكې هغوي ووئيل زمونږ د دور تر ټولو لوي چېلنج فېك نيوز٬ پروپېګنډا او ناسمه معلومات دي۔ وفاقي وزير ووئيل په انفارمېشن سروس كښې د نوم وركو اتلانو يو اوږد فهرست پبروت دے۔ كومو چې هېواد لپاره سترې كارنامې ترسره كړي۔ په دې وروستيو كښې مونږ يوه لړۍ پېل كړې د كومې د لارې به چې د دغه نوم وركو اتلانو خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي چا چې د خپل ژوند يو شمېر لسيزې د پاكستان خذمت لپاره وقف كړي۔ ده ووئيل د انفارمېشن ګروپ افسرانو د كېريئر ابتدائي پړاؤ زيات مهم دے ٬ دعا ده چې تاسو نه يوازې په دې څانګه كښې بلكې ټول هېواد لپاره هم داسې كاميابۍ ترلاسه كړې څنګه چې ستاسو مشرانو ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل تاسو هغه مشال په لاسو كښې اخستے دے كوم چې ستاسو مشرانو تاسو ته سپارلے دے له دې كبله تاسو له به خپل ځان ٬خپلې ادارې او هېواد لپاره د نېك نامۍ سبب ګرځېدل وي ولې چې د پاكستان د نظرياتي محافظ په حېث ستاسو يوه ستره ذمه واري جوړيږي كومه به چې تاسو له به وياړ سره ترسره كول وي او د قام او هېواد خذمت به كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل هر چا ته دا موقع نه ترلاسه كيږي۔ تاسو خوش قسمته يۍ چې پاك پروردګار تاسو ته دا ذمه واري سپارلې ده۔ وفاقی وزیر د دستورې په پايه كښې ګډون كوؤنكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔












