د كورنيو چارو وفاقي سره د ايراني همڅنګ سكندر مومني ټيليفوني خبرې٬ د سيلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان افسوس ٬ د صدر مسعود پزشكيان د پاكستان په دوره د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د ايران د كورنيو چارو وزير سكندر مومني خپل پاكستاني همڅنګ محسن نقوي سره ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه سره يۍ د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان افسوس او د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ په دې موقعه د ايراني صدر په 26 جولائي د پاكستان په دوره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ د …

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د ايران د كورنيو چارو وزير سكندر مومني خپل پاكستاني همڅنګ محسن نقوي سره ټيلېفوني تماس ونيولو او هغه سره يۍ د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان افسوس او د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ په دې موقعه د ايراني صدر په 26 جولائي د پاكستان په دوره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخېب ايراني داخله وزير سكندرمومني په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل په دے سخت وخت كښې مونږ پاكستاني حكومت او اولس سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو هر ډول مرسته كولو له چمتؤ يوو۔ ایرانی داخله وزير محسن نقوي سره خپل همڅنګ د ايراني صدر په 26 جولائي د پاكستان دورې په اړه هم خبرې وكړې۔ ایرانی داخله وزير د ايران په اوسنۍ دوره كولو د خپل همڅنګ محسن نقوي مننه هم وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل مونږ د ايراني صدر د اسلام آباد دورې ته سترګې په لاره يوو

مزید خبریں