کابل 20 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په کابل کښې د خپل همڅنګ سراج الدین حقاني سره وليدل۔د ملاقات په مهال په دوه اړخیزه اړیکو، په خاص توګه د ترهګرۍ په مخنيوي او دريندازۍ او کالعدم تحریک طالبان په اړه خبرې وشوې۔ د اتوار په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا جاري شوې بيان له مخې د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د افغانستان …
د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په کابل کښې د خپل همڅنګ سراج الدین حقاني سره ولیدل
کابل 20 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په کابل کښې د خپل همڅنګ سراج الدین حقاني سره وليدل۔د ملاقات په مهال په دوه اړخیزه اړیکو، په خاص توګه د ترهګرۍ په مخنيوي او دريندازۍ او کالعدم تحریک طالبان په اړه خبرې وشوې۔ د اتوار په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا جاري شوې بيان له مخې د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د افغانستان داخله وزارت ته په راتګ د كورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هغه تود هرکلے وكړو٬په دې موقع د پاک –افغان پولي په كوټلي منيجمنټ، د نشه ائي توکو په مخنیوي او د پولې د تګ راتګ منظم كولو په میکانیزم خبرې اترې وشوې۔ د دواړو مشرانو ترمينځه په پاکستان کښې د غیر قانوني مېشته افغان كډوالو خپل هېواد ته د بېرته ستنیدو په مرسته هم خبري اتري وشوي ۔دواړو وزیرانو د پاکستان او افغانستان ترمينځه د شريك امن ، استحكام او د مرستي په حاجت زور راوړې شو۔دواړو وزیرانو د پاکستان-افغانستان د پولې په منيجمنټ او د ترهګرۍ فتنې ختمولو لپاره شريكي مرستي ته سلا شول ۔په دې موقع د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ووئیل چې ترهګر تنظيمونه د فساد او عدم استحكام سبب ګرځي د كوم چې بايد په ګډه مخنيوي وكړو ۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان سره ورورولي او د اوږدې مودي اړیکې غواړي۔محسن نقوي ووئیل چې پاکستان د څو لسیزو راهیسې د ګڼ شمير افغان کډوالو ميلمستيا كوي او د افغان وګړو لپاره په قانوني توګه د راتګ دروازې پرانیستې دي۔په دې مهال د افغانستان د کورنیو چارو سينئر نائب وزيز ابراهیم سردار، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د کورنیو چارو وفاقي سکټري خرم آغا، اعليٰ سفارتي چارواكي او د افغان کورنیو چارو وزارت چارواکي هم موجود وو۔












