د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مالاکنډ کښې د هند حمايت يافته ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مالاکنډ کښې د هند حمايت يافته ترهګرو په ضد په كامياب عملیاتو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزیر محسن نقوي د امنیتي ځواکونو پېشه وره صلاحيتونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې امنیتي ځواکونو د هند حمايت يافته 9 ترهګر وژلي او 9 نور ئې نیولو سره …

اسلام اباد 20 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مالاکنډ کښې د هند حمايت يافته ترهګرو په ضد په كامياب عملیاتو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزیر محسن نقوي د امنیتي ځواکونو پېشه وره صلاحيتونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې امنیتي ځواکونو د هند حمايت يافته 9 ترهګر وژلي او 9 نور ئې نیولو سره لویه كاميابي ترلاسه كړي ۔ ده د هند حمايت يافته ترهګرو د ناوړه عزائمو په شنډولو امنیتي ځواکونو ته سلام وكړو ۔ ده ووئيل چې ټول ولس د فتنۃ الهندوستان ترهګرو ختمولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیاتو ته د قدر په سترګه ګوري۔محسن نقوي په دې خبره زور راوړو چې د هند حمايت يافته ترهګرو دغه عبرتناک انجام د دې خبري ښكاره ثبوت دې چې په پاکستان کښې به دغه فتنې ته د پټیدو ځائی ترلاسه نه شي۔د کورنیو چارو وزیر د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان د خاورې څخه به د فتنۃ الهندوستان د یو یو ترهګر بشپړه صفائي كولې شي۔

مزید خبریں