اسلام اباد/راولپنډۍ 20 جولائي (اے پي پي) د ریلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي د راولپنډۍ ریلوے سټېشن ناڅاپي دوره وكړه۔ په دې مهال هغه د واش رومز، ریلوے دفترو، استقبالیې، پلیټ فارمونو او سټالونو څارنه وكړه۔د ریلوے وزارت له مخې وفاقي وزیر د ګنده واش روزمز ، د صفائي خراب صورتحال او د ميرمنو مسافرو لپاره د ناکافي اسانيو په اړه سخت خفګان څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل "له خدایه …
د ریلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي د پينډۍ ریلوے سټېشن ناڅاپي دوره وكړه
اسلام اباد/راولپنډۍ 20 جولائي (اے پي پي) د ریلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي د راولپنډۍ ریلوے سټېشن ناڅاپي دوره وكړه۔ په دې مهال هغه د واش رومز، ریلوے دفترو، استقبالیې، پلیټ فارمونو او سټالونو څارنه وكړه۔د ریلوے وزارت له مخې وفاقي وزیر د ګنده واش روزمز ، د صفائي خراب صورتحال او د ميرمنو مسافرو لپاره د ناکافي اسانيو په اړه سخت خفګان څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل “له خدایه ووېرېږئ، دا څه دي؟ زه به دا هېڅ کله ونه زغمم۔”هغه زیاته کړه، خلك له ډېر لرې ځایونو څخه راځي، دا ستاسو ذمه واري ده چې هغوي له ښه انتظارځای او نوري آسانۍ وركړئ۔وفاقي وزیر سپارښتنه وكړه چې ريل ګاړي د ولس سورلۍ ده، دا باید د خدمت غوره مثال وګرځول شي، که سمدستي پرمختګ ونه شو، نو سخته كاروائي به كولې شي۔هغه د ښه والي لپاره ریلوے چارواکو ته ډيډلائن وركړو او د ښو او اليكټرانك تختو (بورډونو) د نصب كولو په اړه ئې سپارښتنه وكړه۔












