د الحاق ورځ د تاریخ هغه روښانه سهار دی چې کشمیريانو د ډوګره راج ظلم رد کړو او پاکستان ئې خپل سیاسي او روحاني منزل وټاکلو ۔د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل چې د پاکستان سره د الحاق ورځ د تاریخ هغه روښانه سهار دی چې کشمیريانو د ډوګره راج ظلم رد کړ او پاکستان یې خپل سیاسي او روحاني منزل وټاکلو ۔ د كال 1947 د جولای په 19مه نيټه کشمیريانو داسې پرېکړه وکړه چې د وخت ګرد، د ظلم لوګي او د ټوپکونو په غږونو كښې …

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل چې د پاکستان سره د الحاق ورځ د تاریخ هغه روښانه سهار دی چې کشمیريانو د ډوګره راج ظلم رد کړ او پاکستان یې خپل سیاسي او روحاني منزل وټاکلو ۔ د كال 1947 د جولای په 19مه نيټه کشمیريانو داسې پرېکړه وکړه چې د وخت ګرد، د ظلم لوګي او د ټوپکونو په غږونو كښې هم محوه نشي۔د خالي په ورځ د پاکستان سره د الحاق ورځ په مناسبت سره په خپل پیغام كښې د کورنیو چارو وزیر ووئيل چې د قائد اعظم محمد علي جناح وینا چې “کشمیر د پاکستان شه رګ دی” نن هم زمونږ د قومي شعور مرکز دی۔ د کشمیر په فضاګانو كښې نن هم هغه د باور غږ خپور دی چې په کال 1947 كښې بے وسلې خو غیرتي کشمیريانو پورته کړی ؤ۔محسن نقوي ووئيل چې د هند د رياستي پوځي ظلم، تور قوانین او د بشري حقونو څخه سرغړونه ونه توانیدل چې د کشمیريانو وفاداري ماته کړي او نه یې هم ټیټ کړي۔ د پاکستان سره د د الحاق په ورځ هغو شهیدانو ته پيرزئني وړاندې كوو چې پاکستان سره یې ایډیالوجیکل اړیکي د خپل ژوند څخه زیات ګڼلي۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونه نن هم منتظر دي چې نړيوال ضمیر به راویښ شي او کشمیريانو له به خپل چائز حق وركړي۔ هند د حریت مشرانو په زنداني کولو، د ژبو په تړلو او د قبرونو په کیندلو سره هم د کشمیريانو له زړونو څخه پاکستان نشي ویستلی۔د کورنیو چارو وزیر ووئيل چې د پاکستان سره د الحاق ورځ د نړیوالې ټولنې لپاره یوه آئنه ده چې پكښې باید د خپله خاموشي ، بې حسي او دوه ځائيز معیار مخ په ښكاره توګه ښكاري۔ د پاکستان سره د الحاق ورځ د عهد د تازه کولو ورځ ده چې د کشمیريانو قربانۍ په مونږ ټولو امانت دي او فرض ئې یوازې آزادي ده۔محسن نقوي ووئيل چې ان شاءالله، هغه وخت لرې نه دې کله به چې هند د کشمیريانو د قانوني حق په وړاندې سر ټیټ کړي۔ پاکستان به د خپلو کشميري وروڼو د آزادۍ په تحريك كښې خپل صفارتي، اخلاقي او سیاسي ملاتړ روان ساتي۔

مزید خبریں