اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي چې د پاکستان سره د الحاق ورځ د کشميري ولس د اجتماعي فکر او پاکستان سره د هغوي فطري او دائمي خپلولۍ یو روښانه علامت دے۔ د کشمیريانو قربانۍ نن په ټوله نړۍ كښې د آزادۍ، حریت او قربانۍ مثال جوړ شوي۔ ده ووئيل چې تر هغه وخت به د کشمیريانو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ جاري …
د پاکستان سره د الحاق ورځ د کشميري ولس د اجتماعي فکر او پاکستان سره د هغوي فطري او دائمي خپلولۍ یو روښانه علامت دے ، صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي چې د پاکستان سره د الحاق ورځ د کشميري ولس د اجتماعي فکر او پاکستان سره د هغوي فطري او دائمي خپلولۍ یو روښانه علامت دے۔ د کشمیريانو قربانۍ نن په ټوله نړۍ كښې د آزادۍ، حریت او قربانۍ مثال جوړ شوي۔ ده ووئيل چې تر هغه وخت به د کشمیريانو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو تر څو چې هغوي ته د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ خپل حق نه وي ترلاسه شوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د پاکستان سره د الحاق ورځ په مناسبت سره په خپل پیغام كښې ووئيل چې د 1947 جولائی په 19مه نيټه د کشمیر غیرتي ولس د پاکستان سره د الحاق یوه تاریخي قرارداد منظور كړې۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې د کشمير ولس د هند د ظلم او جبر سره سره، د خپلواكۍ خپل حق هلي ځلي استقامت سره جاري ساتلې ده۔ ده ووئيل د کشمیريانو قربانۍ نن په ټوله نړۍ كښې د آزادۍ، حریت او قربانۍ مثال جوړ شوي۔ ده ووئيل چې تر هغه وخت به د کشمیريانو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو تر څو چې هغوي ته د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ خپل حق نه وي ترلاسه شوي۔










