پينډۍ 19 جولائي (اے پي پي)د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوي، د ورلډ ماسټرز سنوکر چیمپئن شپ په ګټلو محمد اصف ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې ده۔د پي سي بي لخوا په جاري شوي بیان كښې محسن نقوي وئيلي دي "محمد اصف، شاباش ، ټول قوم په ته فخر كوي۔" ده ووئيل چې محمد اصف په فائنل كښې د هند لوبغاړي له په ماتې …
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د ورلډ ماسټرز سنوکر چیمپئن شپ په ګټلو محمد اصف له مبارکي

مزید خبریں
پينډۍ 19 جولائي (اے پي پي)د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوي، د ورلډ ماسټرز سنوکر چیمپئن شپ په ګټلو محمد اصف ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې ده۔د پي سي بي لخوا په جاري شوي بیان كښې محسن نقوي وئيلي دي “محمد اصف، شاباش ، ټول قوم په ته فخر كوي۔” ده ووئيل چې محمد اصف په فائنل كښې د هند لوبغاړي له په ماتې ورکولو سره نه یواځې د پاکستان قومي بیرغ ته نور فخر وروبخښلې ، بلكه خپلې پوهې او صلاحيتونه ئې هم آزمائيلي۔ محسن نقوي ووئيل چې محمد اصف د قوم فخر او وقار زیات کړی دی۔ ده ووئيل چې که دا لوبه وي او كه کومه بل ميدان، پاکستان په هر ډګر كښې د بریالیتوبونو بیرغونه پورته کوي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاکستان او زموږ د استعداد لرونكو ځوانانو د بریالیتوب لړۍ به همدغسې روانه وي۔د یادونې وړ ده چې د پاکستان د سنوکر كنګ محمد اصف د ائي پي اېس اېف ورلډ ماسټرز سنوکر په چیمپئن شپ فائنل كښې د هند لوبغاړي ته په ماتې ورکولو سره یو بل نړیوال ټایټل خپل کړی دی۔










