سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل د پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره ضروري دي ۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د منصوبه بندۍ قائمه كمېټۍ پغونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو ټريلين روپۍ د پبلك سيكټر ډوېلپمنټ پروګرام(پي اېس ډي پي) له مخې پرمختيائي پروژو باندې خرڅ كړې شوي كومه چې د حكومت د پرمختيائي حكمت عملۍ د كاميابي ښكاره ثبوت دے۔د منصوبه بندۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت هېواد ته …

اسلام آباد 18جولائی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو ټريلين روپۍ د پبلك سيكټر ډوېلپمنټ پروګرام(پي اېس ډي پي) له مخې پرمختيائي پروژو باندې خرڅ كړې شوي كومه چې د حكومت د پرمختيائي حكمت عملۍ د كاميابي ښكاره ثبوت دے۔د منصوبه بندۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت هېواد ته د ورمخې ته چېلنجونو له مخې د “اړان پاكستان” په عنوان يو جامع پرمختيائي وژن او لائحه عمل جوړ كړے ٬سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره ضرورې دي ۔وفاقي وزير ووئيل مونږ په تېر وخت كښې درې پرمختيائي پروژې كريش كړې دي٬اوس د څلورمې متحمل كېدل ممكن نه دي ٬ د هر سياسي او اداره جاتي تړون نه پرته د معيشت استحكام لپاره قامي اتحاد د وخت مهم ضرورت دے۔وفاقي وزير په “فائيوايز”پرمختيائي فريم ورك رڼا اچولو سره ووئيل حكومت تل پاتي پرمختګ لپاره 5 كوټلې ستنې متعين كړي چې پكښې برآمدات كښې اضافه٬ راتلونكو پنځو كلونو كښې 60 ارب ډالره برآمدات كول ٬اي-ګورننس او ټېكنالوجۍ او د جديد ټېكنالوجۍ منصوبې روانې شاملې دي دغسې چې معيشت د ډيجيټل نړۍ تقاضو له مخې سم كړے شي٬ ده ووئېل د ماحولياتي تحفظ٬ د موسمياتي بدلون اغيز مخ نيوي په لړ كښې د اوبو او توان پروژو ته پام كولې شي

مزید خبریں