اسلام آباد۔18جولائی (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په جهلم كښې د سیلاب په مهال ریسکیو آپریشن كښې د کانسټیبل حیدر علي د شهادت په پیښه د زيات دړد او غم څرګندونه كولو سره وئېلي دي کانسټیبل حیدر علي د انساني ژوند بچ كولو لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو د مړانې او فرض شناسۍ عظیم مثال جوړ كړے ۔ ده د شهید کانسټیبل …
کانسټیبل حیدر علي سېلاب كښې د انساني ځانونو ساتلو لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو د مړانې او فرض شناسۍ عظیم مثال جوړ كړو ، د قامي اسمبلۍ سپیکر

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جولائی (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په جهلم كښې د سیلاب په مهال ریسکیو آپریشن كښې د کانسټیبل حیدر علي د شهادت په پیښه د زيات دړد او غم څرګندونه كولو سره وئېلي دي کانسټیبل حیدر علي د انساني ژوند بچ كولو لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو د مړانې او فرض شناسۍ عظیم مثال جوړ كړے ۔ ده د شهید کانسټیبل عظیمې قربانۍ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل قام په حیدر علي غوندې نرانو او همت لرونكو زامنو باندې په ځائے وياړ لري چا چې د خپل ځان پرواہ کولو نه غیر د انساني خدمت په لاره كښې خپل ځان قربان کړو ۔سپیکر سردار ایاز صادق د شهید کانسټیبل کورنۍ سره د زړه نه د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره ووئېل مونږ د غم په دې ګھړۍ كښې د هغوي سره برابر شریک يوو ۔سپیکر ووئېل د شهید حیدر علي قرباني به عمر له یاد ساتلې شي










