د وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي د سيلاب دلاسه كټاس راج مندر ته د رسيدلي زيان نوټس

اسلام آباد۔18جولائي(اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په چکوال كښې د زياتو بارانونو او سېلاب د لاسه د تاريخي كټاس راج مندر د ناوړه شوي حالت او په سوشل او مېن سټريم ميډيا په دې اړه د ګردش كوؤنكو خبرونو سخت نوټس اخستے دے۔ د وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير اورنګزېب کھچي ووئيل په دې وروستيو كښی …

اسلام آباد۔18جولائي(اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په چکوال كښې د زياتو بارانونو او سېلاب د لاسه د تاريخي كټاس راج مندر د ناوړه شوي حالت او په سوشل او مېن سټريم ميډيا په دې اړه د ګردش كوؤنكو خبرونو سخت نوټس اخستے دے۔ د وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير اورنګزېب کھچي ووئيل په دې وروستيو كښی د زياتو بارانونو د لاسه دا پخوانۍ عبادت خانه سختو خطرو سره مخ شوې ده كومه چې يوه مهمه قومي ورثه ده۔ ده متروکه وقف املاک بورډ او نورو اړوندو ادارو ته هدايت وكړو چې د مندر په موجوده صورتحال دے يو بشپړ رپورټ وړاندے كړے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د هندو ورورولۍ مقدس مقام او د پاكستان د كلتوري تنوع علامت دا پخوانے مندر د بارانو اوبو داخلېدو او سېلابي كېفيت له امله زيان سره مخ دے۔

مزید خبریں