پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئیلي دي قبایلي اولس تل د هیواد سرحدونه بے تنخوا ساتلې دي، په صوبه کې د امن او امان د بیا بحالۍ او د ضم شوو ضلعو د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره باید ټول په ګډه کار وکړي۔ وفاقي کمېټي د جرګې نظام بیا بحالۍ لپاره جوړه شوې ده چې پکښې د قبایلي خلقو استازیتوب باید یقیني …
قبائیل تل د هیواد سرحدونه بې تنخوا ساتلې دي : د خيبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئیلي دي قبایلي اولس تل د هیواد سرحدونه بے تنخوا ساتلې دي، په صوبه کې د امن او امان د بیا بحالۍ او د ضم شوو ضلعو د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره باید ټول په ګډه کار وکړي۔ وفاقي کمېټي د جرګې نظام بیا بحالۍ لپاره جوړه شوې ده چې پکښې د قبایلي خلقو استازیتوب باید یقیني وي۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواکو له خوا د حاري خبر پاڼې له مخې د دې خيالاتو څرګڼدونه ګورنر د جمعې په ورځ د ډاكټر عالم زېب مومند په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس کښې د ضم شوو ضلعو لوېي قبائلي جرګې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په قبایلي جرګه كښې ملک خان مرجان، ملک نائب خان او د باجوړ، مومند، خېبر، اورکزۍ، کرمې، شمالي او جنوبي وزیرستان او پخوانیو ایف آر سیمو قبایلي مشرانو او ځوانانو ګډون وكړو۔ د جرګې مشرانو د باجوړ نه تر وزیرستان پورې د امن او امان پر وضعیت خپلې اندیښنې څرګندې کړې۔ دوي له ګورنر څخه وغوښتل چې د ضم كېدو څخه له امله د فاټا ستونزې حل شوې نه دي، نو باید د فاټا پخوانے ځانګړے حالت بیا بحال كړے شي او قبایلي خلقو ته دې د دوی د رائے له مخې د پرېکړې واک ورکړے شي۔ همدارنګه په هر ضم شوې ضلع کښې باید کېډټ کالج او د نجونو کالجونه جوړ كړېے شي۔ د جرګې غړو ګورنر څخه د معدنيات رائلټي قبائلي ضلعو ته د وركولو غوښتنه هم وكړه۔ دغسې هغوي دا غوښتنه هم وكړه چې هغوي لپاره دې صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د پي پي پي نورو مركزي مشرانو سره د ملاقات كولو لاره هواره كړې شي۔ جرګې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل ګورنر هاؤس د دې صوبې د اولس خپل كور دے۔ زما هڅه ده چې د ضم شوو ضلعو په شمول د ګردې صوبې اولس ته د پېښو مسئلو په حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړم۔ ګورنر جرګې ته باور وركړو چې هغه به آصف علي زرداري ٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او نورو مركزي لارښودو سره د جرګې د غړو ملاقات باوري كړي دغسې چې هغوي خپلې مسئلې په خپله وړاندې كړې شي۔ ګورنر باور وركړو چې هغه به د قبائلي ضلعو مسئلې په هر فورم پورته كوي۔ د ملاقات په پايه كښې هېواد كښې امن او استحكام ٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړې شوه










