پېښور- 18 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان اوورسيز اېسوسي اېشن نوموړي كارورباري شخصيت اېم خان صافي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې تفصيلات له مخې پخوانے صوبائي وزير او د پاكستان پيپلز پارټي لارښود ضیاء آفریدي هم په دې موقع موجود ؤ۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د كاروباري فعاليتونو په وده ٬ د امن په وضعه …
د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د نوموړي كاروباري شخصيت ايم خان صافي ملاقات

مزید خبریں
پېښور- 18 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان اوورسيز اېسوسي اېشن نوموړي كارورباري شخصيت اېم خان صافي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې تفصيلات له مخې پخوانے صوبائي وزير او د پاكستان پيپلز پارټي لارښود ضیاء آفریدي هم په دې موقع موجود ؤ۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د كاروباري فعاليتونو په وده ٬ د امن په وضعه او په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو په رياست باور د هغوي وطن سره د مينې علامت دے۔ ده ووئيل پاكستان پيپلز پارټي تل د اوورسيز د حقونو او جذبات ترجماني كړې ده۔ ده ووئيل د بلاول بھټو زرداري د كاميابې سفارتكارۍ له امله د سمندر پورې پاكستانيانو سر په وياړ هسك شوے دے










