اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) سېنېټ ته وئيلې شوي دي چې د مېډيكل كالجونو كلن فيس 18 لكه روپۍ مقرر كړے شوے دے٬ دې څخه زيات فيس اغستونكي كالجونه دې زيات رقم بېرته وركړي او يا دې په راروان كال كښې اېډجسټ كړي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر عبد الشكور د پوښتنې په ځواب كښې د روغتيا وفاقي وزير مصطفی …
د ميډيكل كالجونو كلن فيس 18 لكه روپۍ مقرر كړے شوے ٬ د روغتيا وفاقي وزير په سينيټ كښې ځواب

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) سېنېټ ته وئيلې شوي دي چې د مېډيكل كالجونو كلن فيس 18 لكه روپۍ مقرر كړے شوے دے٬ دې څخه زيات فيس اغستونكي كالجونه دې زيات رقم بېرته وركړي او يا دې په راروان كال كښې اېډجسټ كړي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر عبد الشكور د پوښتنې په ځواب كښې د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال ووئيل چې دا يوه مهمه معامله ده په كومه چې وزيراعظم د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې وه۔ د څو مياشتو له هڅو او د ټولو فريقو د رايې اخستلو څخه وروستو دا خبره وشوه چې د ميډيكل كالجونو د زده كوؤنكو كلن فيس به 18 لكه روپۍ ټاكلې شي بياهم كه د كوم ميډيكل كالج د انتظاميې موقف دا وي چې د هغوي د زده كړو معيار د نورو ميډيكل كالجونو په مقابله كښې ښه دے نو دې لپاره به جواز وړاندے كول وي۔ دغې څخه وروستو كلن فيس تر 25 لكه روپو زياتېدې شي خو دا پرېكړه به كمېټي كوي۔ ده ووئيل دا خبره شوې وه چې ميډيكل كالجونه دې اضافي رقم ريفنډ كړي او يا دې په راروان كال كښې اېډجسټ كړي










