اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وزارت د ټولو ذېلي ادارو ترمينځه د كوآرډينېشن زياتولو پرېكړه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د وزارت ټولو ذيلي ادارو څخه د سروس ډيليوري بهترۍ او د ښو نتيجو ترلاسه كولو په اړه بشپړ پلان وغوښتلو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا هدايت وفاقي وزير محسن نقوي په خپل مشرۍ كښې د غونډې په …
وفاقي وزير محسن نقوي ټولو ذيلي ادارو څخه د سروس ډيليوري بهترۍ او ښې نتيجې ترلاسه كولو له بشپړ پلان وغوښتلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وزارت د ټولو ذېلي ادارو ترمينځه د كوآرډينېشن زياتولو پرېكړه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د وزارت ټولو ذيلي ادارو څخه د سروس ډيليوري بهترۍ او د ښو نتيجو ترلاسه كولو په اړه بشپړ پلان وغوښتلو۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا هدايت وفاقي وزير محسن نقوي په خپل مشرۍ كښې د غونډې په مهال وكړو په كومه كښې چې د ټولو ذېلي ادارو مشرانو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر د وزارت ټولو ذېلي ادارو ته په درې ورځو كښې په قاعدو او ضابطو كښې د بدلون او د ضروري سفارشاتو وړاندې كولو هدايت وكړو۔ ده د كورنيو چارو وفاقي سېكرټري ته هدايت وړو چې په دې لړ كښی دې حتمي پلان وړاندے كړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د ذېلي ادارو ترمينځه د کوآرډینېشن فقدان دے كوم چې په بېړني بنيادونو ښه كول دي۔ ده ووئيل د ټولو ذېلي ادارو ترمينځه د فعاله كوآرډينېشن ګټه به اولس ته ورسي٬ د يو بل صلاحيتونو څخه بشپړه استفاده كولو سره د ادارو د كار استعداد سوا كېدې شي۔ په غونه كښې وزير مملكت طلال چوهدری، سېکرټری داخله، اېډیشنل سېکرټریز ، ډی جی اېف آئی اے، کمانډنټ فېډرل کانسټېبلری، کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمی، ډی جی نېشنل پولیس بېورو، ډی جی پاسپورټ اېنډ امېګرېشن، ډی جی نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن ایجنسی، ډی جی نېشنل فرانزک اېجنسی، چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی اسلام آباد پولیس، ډی سی اسلام آباد، چیف آپرېټنګ آفیسر نادرا او ډائرېکټر اېنټی نارکوټکس فورس په غونډه كښې ګډون وكړو










