د وزيراعظم شهباز شريف په چين كښې د 300 پاكستاني ګریجوایټس د كركيلې تربيې په ترسره كولو د خوشحالۍ څرګندونه

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په چين كښې د 300 پاکستانی ګرېجواېټس د كركيلې تربيې په ترسره كولو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې دا زر پاكستاني اېګری ګرېجواېټس ته په چين كښې د كركيلې او لائيو سټاك څانګو كښې د عصري او عملي تربيې وركولو لړۍ يوه كړۍ ده كومه چې په جون 2024 كښې زما د چين دورې په مهال پېل شوې وه۔ د …

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په چين كښې د 300 پاکستانی ګرېجواېټس د كركيلې تربيې په ترسره كولو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې دا زر پاكستاني اېګری ګرېجواېټس ته په چين كښې د كركيلې او لائيو سټاك څانګو كښې د عصري او عملي تربيې وركولو لړۍ يوه كړۍ ده كومه چې په جون 2024 كښې زما د چين دورې په مهال پېل شوې وه۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې 300 پاکستانی ګرېجوایټس د چین په شان ژي صوبه كښې د كركيلې او لائيو سټاك په شمول په نورو مهمو اړوندو څانګو كښې تربيه ترسره كړې ده۔ وزیراعظم په دې لړ كښې په مرسته كولو د چينائي مشرتابه ٬ د شان ژي حكومت او دغلته د دوه پوهنتونونو مننه وكړه چرته چې پاكستاني ګرېجوېټس ته تربيه وركولې شي۔ وزیراعظم د قومی غذائی تحفظ وزارت ، هایئر اېجوکېشن کمېشن او په بیجنګ كښې د پاكستناني سفارتخانې د كردار هم ستائنه وكړه كومو چې دا اقدام عملي كولو له خواري وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په جون 2024 كښې د وزيراعظم د چين دورې په مهال د يو زر پاكستاني زده كوؤنكو د كركيلې او لائيو سټاك په څانګو كښې د جدت عملي تربيې لپاره چين ته د لېږلو پرېكړې شوې وه۔

مزید خبریں