اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نېشنل شپنګ کارپورېشن په کارپورېټ بنيادونو ادرولو له د اقداماتو هدايت كولو سره وئيلي دي چې ټرانزټ ټرېډ لپاره رېلوے او د شپنګ څانګې بهتري زيات اهميت لري۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان شپنګ سېکټر او د پاکستان نېشنل شپنګ كارپورېشن اصلاحاتو په اړه د جاج اغستو …
په شپنګ سيكټر كښې د نجي څانګې د سرمايه كارۍ هڅونې پلان دے مرتب كړے شي : وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف نېشنل شپنګ کارپورېشن په کارپورېټ بنيادونو ادرولو له د اقداماتو هدايت كولو سره وئيلي دي چې ټرانزټ ټرېډ لپاره رېلوے او د شپنګ څانګې بهتري زيات اهميت لري۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان شپنګ سېکټر او د پاکستان نېشنل شپنګ كارپورېشن اصلاحاتو په اړه د جاج اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران احد خان چيمه ٬ جنېد انوار چوهدري او نور اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د پاكستان په شپنګ سيكټر كښې د نجي څانګې د سرمايه كارۍ هڅونې له دې پلان مرتب كړے شي٬ پاکستان، افغانستان، ازبکستان رېلوے لائن سره په منطقه كښې د تجارت نوے دور پېل كيږي۔ ده ووئيل منځنۍ آسيا څخه به د پاكستاني بندر ځايونو د لارې د تجارتي سامان وړل راوړل پېل شي۔ دا پاکستانی شپنګ لائنز لپاره د سامان د ترسيل دلارې هېواد لپاره د قيمتي زر مبادلې ګټلو يوه ځانګړې موقع ده۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې د پاكستان د فرېټ په مد كښې دې د مصرف كېدونكې زر مبادلې بچت لپاره په بحري بېړه كښې د جهازونو شمېره زياتولو له اقدامات وكړې شي۔ ده د بحري چارو وزارت او پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن ته د څانګې د نوې سر نه د اصلاحات او تلپاتې بزنس ماډل وړاندې كولو هدايت وكړو۔










