كابل 17جولائی(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د افغانستان عبوري داخله وزير سراج الدين حقاني ترمينځه ملاقات شوے۔دواړو د سلامتيا په چارو تفصيلي خبرې ا كړي او د منطقې هېوادونو ته د ورمخې ته شوو خطرو خاتمې په اهميت يې زور راوړے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ازبكستان-افغانستان-پاكستان(يو اے پي)رېلوے راهدارۍ شريكې فزيبلټي …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د افغانستان عبوري داخله وزير سراج الدين حقاني ترمينځه ملاقات

مزید خبریں
كابل 17جولائی(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د افغانستان عبوري داخله وزير سراج الدين حقاني ترمينځه ملاقات شوے۔دواړو د سلامتيا په چارو تفصيلي خبرې ا كړي او د منطقې هېوادونو ته د ورمخې ته شوو خطرو خاتمې په اهميت يې زور راوړے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ازبكستان-افغانستان-پاكستان(يو اے پي)رېلوے راهدارۍ شريكې فزيبلټي سټډي فريم ورك لوظ نامې دستورې په موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د افغانستان عبوري داخله وزير سراج الدين حقاني ترمينځه ملاقات وشو۔د ملاقات په مهال دوارو ډلو د سلامتيا په معاملات تفصيلي خبرې وكړې او د منطقې هېوادونو ته د ورمخې ته شوو مسئلو د خاتمې په اهميت يې زور راوړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ټولو مهمو مسئلو په خاص توګه سلامتيا او د سرحدي انتظامات چارو د حل ضرورت رامخې ته كړو دغسې چې د اقتصادي مرستې او سيمه ايزې رابطې بشپړ صلاحيت وكارولے شي










