اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او افغان وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند د امن٬سلامتيا٬تجارت ٬ټرانزټ مرستې او سيمه ايزې رابطه كارۍ چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې كړې دي۔دواړو لارښودو د شريكې مرستې د عزم پخلے كړے او دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره يې د اعلٰی كچ رابطې برقراره ساتلو ته اتفاق كړے۔د زيارت په ورځ د خارجه …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار افغان وزيراعظم سره ملاقات٬ د امن٬سلامتيا٬تجارت ٬ټرانزټ مرستې او سيمه ايزې رابطه كارۍ په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او افغان وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند د امن٬سلامتيا٬تجارت ٬ټرانزټ مرستې او سيمه ايزې رابطه كارۍ چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې كړې دي۔دواړو لارښودو د شريكې مرستې د عزم پخلے كړے او دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره يې د اعلٰی كچ رابطې برقراره ساتلو ته اتفاق كړے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې ازبكستان-افغانستان-پاكستان(يو اے پي)ريلوے راهدارۍ شريكې فزيبلټي سټډي فريم ورك لوظ نامې دستورې په موقع د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د افغان وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند سره ملاقات وكړو ۔دواړو لارښودو د امن و سلامتيا٬تجارت ٬ټرانزټ مرستې او سيمه ايزې رابطه كارۍ پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ په 19 اپرېل 2025 د خپل تېر ملاقات حواله وركولو سره دوي روانې شريكې مرستې له د عزم پخلے وكړو او دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره يې د اعلٰی كچ رابطې برقراره ساتلو ته اتفاق وكړو










