د پاك پوځ لخوا په سېلابي صورتحال كښې ګرد هېواد كښې په لويه كچه فضائي رېسكيو آپريشنز، يو شمېر كسان محفوظ ځايونو ته منتقل

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) پاك پوځ لخوا په سېلابي صورتحال كښې ګرد هېواد كښې په لويه كچه فضائي رېسكيو آپريشنز پېل كړے او د سېلاب ځپلو سيمو يو شمېر كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي دي۔ د آرمي ايوي ايشن چورلكې په سختو او لرې سيمو د مرستې هلې ځلې كړي٬ تفصيلات له مخې پاك پوځ په بارانونو او سېلاب ځپلو سيمو كښې د سمدلاسه ردعمل …

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) پاك پوځ لخوا په سېلابي صورتحال كښې ګرد هېواد كښې په لويه كچه فضائي رېسكيو آپريشنز پېل كړے او د سېلاب ځپلو سيمو يو شمېر كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي دي۔ د آرمي ايوي ايشن چورلكې په سختو او لرې سيمو د مرستې هلې ځلې كړي٬ تفصيلات له مخې پاك پوځ په بارانونو او سېلاب ځپلو سيمو كښې د سمدلاسه ردعمل له مخئ په چکري راجن كښې درې كسان رېسكيو كړي٬ په چکوال او خانپور كښې د فضائي ريسکيو آپريشن د لارې 27 كسان رېسكيو كړې شوي دغسې په چك مونجو سيمه كښې 10 كسان محفوظو ځايونو ته رسولي شوي٬ د دې نه علاوه ډھوک بھدر سيمه كښې په يو بل كامياب اپرېشن كښې 31 ځپلي كسان رېسكيو كړې شوي٬ دارا پور كښې 38 وګړي محفوظو ځايونو ته رسولې شوي٬ دغسې ځپليو ته لائيو جېكټس او د مرستې سامان هم رسولے كېږي٬ د آرمي په ريسکيو اينډ ريليف آپريشن كښې ځائي انتظاميه هم بشپړه برخه اخلي۔

مزید خبریں