اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خزانې سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د پاکستان معيشت پرله پسې د بهترۍ په لور روان دے٬ ٬ د يو كال كاميابۍ د دې واضحه ثبوت دے٬ حکومتي اصلاحات، مالي نظم او پاليسي اقدامات هېواد د معاشي استحكام په لور روان كړے ۔ د شورو په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل د ګرانۍ شرح كښې ښكاره كمے راغلے كومه چې …
د پاکستان معيشت پرله پسې بهترۍ پلو روان دے٬ حکومتي اصلاحات، مالي نظم او پاليسي اقدامات هېواد د معاشي استحكام په لور روان كړے ۔ د خزانې سلاحكار خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خزانې سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د پاکستان معيشت پرله پسې د بهترۍ په لور روان دے٬ ٬ د يو كال كاميابۍ د دې واضحه ثبوت دے٬ حکومتي اصلاحات، مالي نظم او پاليسي اقدامات هېواد د معاشي استحكام په لور روان كړے ۔ د شورو په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل د ګرانۍ شرح كښې ښكاره كمے راغلے كومه چې تېر كال 23 فيصد وه او اوس 4.5 فيصد ته راغلې ده۔ ده ووئيل سړي سر آمدن كښې لس فيصده اضافې سره 1824 ډالرو ته ورسېده ٬ مياشتنے كورنے آمدن 42 زره ته رسېدلے كوم چې تېر كال 38 زره 700 ٶ۔ ده ووئيل پاليسي رېټ چې تېر كال 22 فيصد ٶ اوس 11 فيصد ته راغلے ٬ په بجټ كښې تنخواه دارو٬ كوچنو كاروباريانو٬ هاٶسنګ٬ ځوانانو او زرعي څانګې لپاره خاص اقدامات شوي۔ په دې موقع د خزانې سلاحكار ووئيل چيلنجز په خپل ځاے خو حكومت عزم لري چې پاكستان د معاشي پرمختګ٬ د روزګار موقعو او د مالي استحكام په لاره روان وساتلے شي٬ مونږ د بهتره سباٶن په لور روان يو










