اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د صحت نظام قوي كولو لپاره د علاج نه زيات احتياطي او حفاظتي اقدامات ته پام لرنه كيږي او د پرائمري هېلتھ كيئر نظام قوي كولو درېمې درجې په روغتونونو بار كمولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د برطانيې هائي كمېشن لنډ مهاله هائي كمشنر او د روغتيا ډائريكټر سره د ملاقات په مهال كړې۔لنډ مهاله هائي …
د صحت نظام قوي كولو لپاره د علاج نه زيات احتياطي او حفاظتي اقدامات ته پام لرنه كيږي۔سيد مصطفٰی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د صحت نظام قوي كولو لپاره د علاج نه زيات احتياطي او حفاظتي اقدامات ته پام لرنه كيږي او د پرائمري هېلتھ كيئر نظام قوي كولو درېمې درجې په روغتونونو بار كمولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د برطانيې هائي كمېشن لنډ مهاله هائي كمشنر او د روغتيا ډائريكټر سره د ملاقات په مهال كړې۔لنډ مهاله هائي كمشنر د برتانيې حكومت په مرسته د روغتيا په څانګه كښې د روانو پروژو په اړه ووئېل۔د روغتيا وزير د آبادۍ په څانګو كښې د برتانيې لخوا په روانه مرسته مننه وكړه۔مصطفٰی كمال پاكستان ته رامخې ته شوو د روغتيا چېلنجونو او غېر متعدي رنځورنو په بار رڼا واچوله۔ده ووئيل د صحت نظام قوي كولو لپاره د علاج نه زيات احتياطي او حفاظتي اقدامات ته پام كول كيږي او د پرائمري هېلتھ كيئر نظام قوي كولو د درېمې درجې په روغتونونو باركمولې شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې په تندۍ سره زياته شوې آبادي يوه قامي مسئله ده٬په هېواد كښې د 68 فيصده رنځونو سبب ناولې اوبه دي۔ده ووئيل وزيراعظم آبادۍ كښې د زياتوالي مخ نيوي لپاره د نېشنل ټاسك فورس جوړ كړے۔لنډ مهاله برټش هائي كمشنر په آبادۍ كښې كمے راوستلو لپاره روان اقدامات او هڅې وستائېلې۔د برتاني حكومت د پاكستان روغتيا او آبادۍ په څانګو كښې خپله مرسته به روانه ساتي۔










