اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي)ګرد هېواد كښې نيشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) ته سکھر۔حيدرآباد موټروے اېم 6، نادرن بائي پاس اېم 10 او د کاغان، ناران پشمول په 5 مېګا منصوبو د كار تندولو هدف وركړے شوے ۔ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير عبدالعليم خان د لوړې كچې غونډې مشري كولو سره امر وكړو چې څلورو واړه صوبې د يو …
په موټروے ايم 6، 10 او د کاغان، ناران سترې لارې پشمول په 5 مېګا منصوبو دې كار تند كړے شي٬ اېن اېچ اے به 150 اربه روپۍ په نوو سترو لاړو خرڅ كوي٬ بلوچستان لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي)ګرد هېواد كښې نيشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) ته سکھر۔حيدرآباد موټروے اېم 6، نادرن بائي پاس اېم 10 او د کاغان، ناران پشمول په 5 مېګا منصوبو د كار تندولو هدف وركړے شوے ۔ د مواصلات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير عبدالعليم خان د لوړې كچې غونډې مشري كولو سره امر وكړو چې څلورو واړه صوبې د يو ډول اهميت وړ دي او اېن اېچ اے به د قامي ترجيحات له مخې خپل پرمختيائي كار زر تر زره بشپړوي۔ ده ووئيل سږ كال بلوچستان لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي چې پكښې د اېن 5 پشمول په نورو سترو لارو به په تندۍ سره كار كېږي۔ ده ووئيل نوے موټرويز دې د پبلک پرائيويټ پارټنر شپ له مخې جوړې كړې شي او داسې منصوبې چې 90 فيصده كار ئې بشپړ شوے سر ته رسولو لپاره دې د ډېډ لائن تعين وكړے شي دغسې چې وزيراعظم د دې پرانسته وكړي۔ په دې موقع د اېن اېچ اے لخوا غونډې ته بريفنګ هم وركړے شو۔










