برسلز 17جولائی(اے پی پی)برسلز كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د سياسي خبرو اترو لسم پراؤ ترسره شو٬ډلو د شخړو حل لپاره په خبرو او په سفارتكارۍ زور راوړو او په فلسطين كښې د اوږدې مودې او منصفانه امن راوستلو ملاتړ يې پخلے وكړو ۔برسلز كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري بيان له مخې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د سياسي خبرو دور كښې د پاكستان پلاوي مشري …
برسلز كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه سياسي خبرې وشوې ٬فلسطين كښې د امن ملاتړ د مرستې پخلے

مزید خبریں
برسلز 17جولائی(اے پی پی)برسلز كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د سياسي خبرو اترو لسم پراؤ ترسره شو٬ډلو د شخړو حل لپاره په خبرو او په سفارتكارۍ زور راوړو او په فلسطين كښې د اوږدې مودې او منصفانه امن راوستلو ملاتړ يې پخلے وكړو ۔برسلز كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري بيان له مخې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د سياسي خبرو دور كښې د پاكستان پلاوي مشري خارجه سېكرټري آمنه بلوچ او د اروپائي ائتلاف پلاوي مشري يورپين ايكسټرنل ايكشن سروس ډپټي سيكرټري جنرل اولوف سكوګ وكړه ۔خبرو كښې د خوښۍ او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د پاكستان او اروپائي ائتلاف 2019 اسټريټجك انګيجمنټ پلان باندې عملدرآمد باوري كولو له د عزم پخلې وشو ۔د پاكستاني پلاوي د كشمير صورتحال او بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو په اړه مفصل بريفنګ وركړو۔ډلو د شخړو حل لپاره په خبرو او سفارتكارۍ زور راوړو ۔ پاكستان او اروپائي ائتلاف سمدستي جنګ بندۍ لپاره په غزه او فلسطين كښې د اوږد مهاله او منصفانه امن لپاره د ملاتړ پخلے وكړو۔۔










