پاكستان د برتانيه د فضائي سلامتيا كمېټۍ د پريكړې هركلے وكړو ٬د فضائي سلامتيا معيارات تر سره كولو د ستائنې او تشخيص كښې په مرسته د مننې څرګندونې

اسلام آباد 17جولائی(اے پی پی)پاكستان د برتانيې فضائي سلامتيا كميټۍ د پريكړې تود هركلے كړے چې له مخې د پاكستان فضائي كمپنۍ د يو كے ايئر سيفټي لسټ څخه اخوا كړې شوې ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې پريكړې نه پس پنځه كاله وروستو د برطانيې لپاره به د پاكستان تجارتي پروازونه بيا پېل شي۔دا يوه مهمه پريكړه ده كومه چې د پكستان د …

اسلام آباد 17جولائی(اے پی پی)پاكستان د برتانيې فضائي سلامتيا كميټۍ د پريكړې تود هركلے كړے چې له مخې د پاكستان فضائي كمپنۍ د يو كے ايئر سيفټي لسټ څخه اخوا كړې شوې ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې پريكړې نه پس پنځه كاله وروستو د برطانيې لپاره به د پاكستان تجارتي پروازونه بيا پېل شي۔دا يوه مهمه پريكړه ده كومه چې د پكستان د تېرو څو كلونو پرله پسې سفارتي او تكنيكي هڅو تصديق دے۔پاكستان د ڼړيوال فضائي سلامتيا اعلٰی ترين معيارت په ځاې ساتلو ل ه د خپل عزم څرګندونه كړې۔د بندېز خاتمې څخه به د پاكستان او برطانيې ترمينځه رابطې بحال شي كومې به چې په برتانيه كښې ميشته په لاكهونو پاكستانيانو ته آسانۍ وركوي او د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي٬كلتوري او اولسي اړيكې به قوي كړي۔برتانيه كښې نزدې 1.7 ملين پاكستاني نژاد كسانو ته نيغ په نيغه او د پروازونو بحالۍ څخه ٬كاروبار٬سېلګرۍ او تجارت ته ګټه ورسي۔پاكستان د برطانيې مننه كوي چې هغوي د پاكستان فضائي سلامتيا معيارت له مخې كړې هڅې وستائېلې۔

مزید خبریں