اسلام آباد 17جولائی(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي سمندري ناولتيا د معيشت او صحت لپاره لويه خطره لري ٬د سمندري آلودګۍ په ضد موثر اولسي كمپائن چلولو ته ضرورت دے۔د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د سمندري آلودګۍ كنټرول بورډ غونډه وشوه چې پكښې د سمندري ناولتيا مخ نيوي لپاره د مهمو اقداماتو پريكړه وشوه ٬د غونډې په …
سمندري ناولتيا معيشت او د صحت لپاره لويه خطره لري ۔د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 17جولائی(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي سمندري ناولتيا د معيشت او صحت لپاره لويه خطره لري ٬د سمندري آلودګۍ په ضد موثر اولسي كمپائن چلولو ته ضرورت دے۔د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د سمندري آلودګۍ كنټرول بورډ غونډه وشوه چې پكښې د سمندري ناولتيا مخ نيوي لپاره د مهمو اقداماتو پريكړه وشوه ٬د غونډې په مهال په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل حكومت د سمندري ماحول تحفظ او پائيدار پرمختګ لپاره عزم لري٬سمندري آلودګي د معيشت او صحت لپاره سنګين خطر لري ٬د سمندري آلودګۍ په ضد موثر اولسي كمپائن چلولو ته ضرورت دے٬ ده ووئېل د كبانو ٬سېلګري او شپنګ صنعتونه د آلودګۍ څخه ځپلې كېږي٬ناولې اوبه او صنعتي خزلې سمندر ته د تللو سمدستي مخ نيوے پكار دے ٬د هاربر انفراسټركچر ته د آلودګۍ له امله سخت زيان رسيږي۔ده ووئيل د خزلې مخ نيوي لپاره په نالو د جال او دريابونو په غاړو د ازغن تار لګولو تجويز وركړے شوے ۔










