اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د هېواد به بېلا بېلو سيمو كښې د سختو بارانونو له امله په ښارونو كښې سيلابي صورتحال دے او په خوړونو او نالو كښې د سېلاب خطر دے ۔ اين ډي ايم اے ټولو ادارو ته د كوم هم ممكنه هنګامي صورتحال مخ نيوي لپاره د پيشګۍ اقدامات باوري كولو هدايت كړے۔د زيارت په ورځ د اين ډي ايم اے وياند لخوا جاري شوي تفصيلات له …
د هېواد بېلا بېلو سيمو كښې د سختو بارانونو له امله په ښارونو كښې سيلابي صورتحال

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د هېواد به بېلا بېلو سيمو كښې د سختو بارانونو له امله په ښارونو كښې سيلابي صورتحال دے او په خوړونو او نالو كښې د سېلاب خطر دے ۔ اين ډي ايم اے ټولو ادارو ته د كوم هم ممكنه هنګامي صورتحال مخ نيوي لپاره د پيشګۍ اقدامات باوري كولو هدايت كړے۔د زيارت په ورځ د اين ډي ايم اے وياند لخوا جاري شوي تفصيلات له مخې د پنجاب ضلعو لاهور، چکوال، اټک، جھلم، خوشاب، سرګودھا، ګجرات، ګوجرانواله، فیصل آباد،سیالکوټ، نارووال، اوکاړہ، قصور، شیخوپورہ او حافظ آباد كښې د راتلونكو 12 ساعتو په مهال د سيلۍ سره د سخت باران امكان دے۔پېنډي او اسلام آباد كښې د راتلونكو 24 نه تر 48 ساعتو دمه په دمه د باران روان پاتې كېدو او باران له امله ناله لئي كښې د ممكنه سېلاب او اوبه ځنو سيمو كښې د سيلابي صورتحال امكان دے۔ دغسې انتظاميه ناله لئي سره نزدې او اوبه ځنو سيمو كښې ميشته خلقو ته د خطرې سائرن غږېدو په صورت سمدستي د وتلو وئېلي دي۔اين ډي ايم اے او اړوندو ادارو لخوا په وخت اقدامات باوري كېږي۔د سېلاب په صورت كښې خوړونو٬پلونو او اوبو كښې ډوبو سړكونو څخه ډډه وكړي۔










