د پاكستان او بريتانيه ترمينځه د وسلو په كنټرول ٬ نه خپرونې او د وسلو په كمولو د خبرو اترو اووم پراؤ

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د پاكستان او بريتانيې ترمينځه د وسلو په كنټرول ٬ نه خپرونې او د وسلو په كمولو د خبرو اترو اووم پراؤ تېره ورځ په 16 جولائي 2025 لندن كښې وشو۔ دواړو اړخونو تفاهم او همكارۍ ته ودې وركولو له د باقاعده مكالمې اهميت تسليم كړو۔ د خبرو راروان پراؤ په اسلام آباد كښې كولو موافقه وكړې شوه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي …

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د پاكستان او بريتانيې ترمينځه د وسلو په كنټرول ٬ نه خپرونې او د وسلو په كمولو د خبرو اترو اووم پراؤ تېره ورځ په 16 جولائي 2025 لندن كښې وشو۔ دواړو اړخونو تفاهم او همكارۍ ته ودې وركولو له د باقاعده مكالمې اهميت تسليم كړو۔ د خبرو راروان پراؤ په اسلام آباد كښې كولو موافقه وكړې شوه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په خارجه وزارت اسلام آباد كښې د وسلو د كنټرول ، د وسلو كمي او د نړيوالې سلامتيا اېډيشنل سېكرټري ، سفیر طاهر اندرابی او د برطانېي خارجه وزارت (اېف سي ډي او) كښې د ډيفنس او نړيوالې سلامتيا ډائرېكټر ، سفیر سټېفن للی سی ایم جی د خپل خپل پلاوي مشري وكړه۔ دواړو اړخونو په نړيواله او سيمه ايزه سلامتيا ٬ ستراتيجيكي استحكام ٬ د وسلو په كنټرول ٬ د وسلو په كمي او عدم خپرونې په څير په يو شمېر مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دې سره سره د وسلې كمي لپاره د ملګرو ملتونوعمومي اسمبلۍ په كنفرنس ٬ نړيوال لوظنامو ٬ ملټی لېټرل اېکسپورټ کنټرول نظام او د نوې رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجي په استعال او اثرات هم غور وكړے شو۔ په دې مهال دواړو هېوادونو سوله ايزو مقاصدو لپاره د جوهري ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د پاكستان او برطانيې ترمينځه په دوه اړخيزه مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ كال 2015 څخه په پېل شوو دې خبرو كښې د وسلو كنټرول ٬ عدم خپرونه او د وسلو كمي په لړ كښې دوه اړخيزه مرسته يوه مهمه برخه پاتې شوې۔ ۔ دواړو اړخونو تفاهم او همكارۍ ته ودې وركولو له د باقاعده مكالمې اهميت تسليم كړو۔ د خبرو د راروان پراؤ به په اسلام آباد كښې په كولو موافقه وكړې شوه۔

مزید خبریں