د وزيراعظم په مشرۍ كښې اسلام آباد او پېنډۍ ته د څښلو اوبه رسولو٬ آبي پانګې د ناولتيا نه ساتلو٬ اسلام آباد ته د اوبو رسنې نظام لپاره د ټاسك فورس جوړولو امر

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اسلام آباد او پېنډۍ ته د څښلو اوبه رسولو٬ موجوده آبي پانګې د سېوريج اوبو څخه د ناولې كېدو نه ساتلو٬ اسلام آباد ته د بېلا بېلو بندونو څخه اوبه رارسولو او د واټر سپلائي كوټلې نظام جوړولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو امر سره وئيلي دي سي ډي اے دې د باراني اوبو په زمكه كښې ذخيره او ري …

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اسلام آباد او پېنډۍ ته د څښلو اوبه رسولو٬ موجوده آبي پانګې د سېوريج اوبو څخه د ناولې كېدو نه ساتلو٬ اسلام آباد ته د بېلا بېلو بندونو څخه اوبه رارسولو او د واټر سپلائي كوټلې نظام جوړولو لپاره د ټاسك فورس جوړولو امر سره وئيلي دي سي ډي اے دې د باراني اوبو په زمكه كښې ذخيره او ري چارج كولو لپاره جامع لائحه وړاندې كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې اسلام آباد او خوا اوشا سيمو كښې د پاكو اوبو نظام په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو محسن رضا نقوي، ميا محمد معين وټو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم په امر اسلام آباد او پېنډۍ ته د څښلو اوبو رسولو٬ موجوده آبي پانګې د سېوريج اوبو څخه د ناولتيا نه ساتلو٬ اسلام آباد ته د بېلا بېلو بندونو څخه اوبه رارسولو او د واټر سپلائي كوټلې نظام جوړولو لپاره ټاسك فورس جوړ كړے شو٬ د ټاسك فورس مشر به داخله وزير محسن نقوي وي او سي ډي اے ٬ واپډا٬ د پنجاب اريګيشن ډيپارټمنټ او د اړوندو ادارو غړي به په ټاسك فورس كښې شامل وي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د باران اوبه په زمكه كښې ذخيره او رچ چارج كولو لپاره دې سي ډي اے لائحه وړاندې كړي٬ د راول ډېم خوا اوشا آبادۍ او ډېم د خوړونو او د كچه آبادۍ د سېورېج ناولتيا څخه ساتلو لپاره دې نظام جوړ كړے شي، غېر قانوني او د کچه آبادۍ سېورېچ لپاره دې واټر ټريټمنټ نظام زر جوړ كړے شي۔ وزيراعظم د تربيلا، خانپور او نورو ډېمونو څخه اسلام آباد لپاره په متفقه توګه د منظور شوو اوبو كورونو ته رسولو لپاره د واټر سپلائي نظام زر جوړولو او د اسلام آباد خوا اوشا سيمو لپاره د واټر بورډ جوړولو ته د حتمي شكل وركولو امر وكړو۔ په غونډه كښې اسلام آباد كښې د پاكو اوبو وركولو لپاره د جوړ كړې شوې ټاسك فورس لپاره تجويزونه وړآندې كړے شول۔ په غونډه كښې ووئيل شول اسلام آباد ته د راول، تربيلا او خانپور بندونو څخه په متفقه توګه منظو كړې شوې اوبه وركولو لپاره دې سپلائي سسټم عملي كړے شي۔ غونډه اړوندو سيمو كښې د يو شمېر بندونو جوړولو د پېشرفت نه هم خبر كړې شوه او دې بندونو څخه اسلام آباد ته اوبه رسولو لپاره د واټر سپلائي نظام تجويزونه او لائحه هم وړاندې كړې شوه۔ وزيراعظم ته په غونډه كښې د مجوزه واټر بورډ جوړولو سره سره د دې د ذمه وارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول بورډ به د اوبو موجوده او نوو پانګو انتظام٬ اوبه كورونو ته د رسولو طريقه كار٬ د اوبو د شراكتدارو ترمېنځه تقسيم او اړوند اقدامات سنبهالوي۔ غونډې ته د سي ډي اے لخوا اسلام آباد كښې د کچه آبادو د سيوريج اخراج په سبب د اوبو پانګو ناولتيا نه د ساتلو په اړه د اقدامات جاج هم وړاندې كړے شو۔

مزید خبریں