نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار (نن) د افغانستان يوه ورځنۍ دوره كوي

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار (نن) د زيارت په ورځ د جولائي په 17 مه نېټه د ازبكستان ٬ افغانستان ٬ پاكستان (يو اے پي) رېلوے منصوبې شريكې فزېبلټي مطالعې فرېم ورك لوظنامې لاس ليك كولو له د افغانستان پلازمينې كابل يوه ورځنۍ دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير سره به د اعلی كچې يو …

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار (نن) د زيارت په ورځ د جولائي په 17 مه نېټه د ازبكستان ٬ افغانستان ٬ پاكستان (يو اے پي) رېلوے منصوبې شريكې فزېبلټي مطالعې فرېم ورك لوظنامې لاس ليك كولو له د افغانستان پلازمينې كابل يوه ورځنۍ دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير سره به د اعلی كچې يو پلاوې هم وي په كوم كښې چې د رېلوے وزير ٬ د افغانستان خصوصي نمائنده ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال او د رېلوے سېكتر شامل دے۔ د یو اے پی رېلوے منصوبې مقصد ازبكستان د افغانستان د لارې پاكستان سره د رېل د لارې تړل او منځني آسيائي هېوادونو لپاره د پاكستان بندرځايونو ته لاس رسي برابرول دي۔ دا منصوبه به سيمه اييز تجارت او ټرانزټ آسان جوړولو سره په منطقه كښې استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ ته وده وركړي۔ د نائب وزیراعظم/ خارجه وزير دا دوره د پاكستان د دې منصوبې كاميابۍ سره د ترسره كولو عزم عكاسي كوي۔ په كابل كښې د درې واړ هېوادونو ترمينځه د دې لوظنامې لاس ليك كېدل به د منصوبې په عملي توګه د بشپړ كېدو پلو يو قدم وي۔ د خپلې دورې په مهال به نائب وزيراعظم د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير سره ملاقات او د افغاسنتان لنډ مهاله وزيراعظم سره خبرې كوي په كومو كښې به چې په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه اييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔

مزید خبریں