وزيراعظم شهباز شريف په آواران كښې د فتنه الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او ځوانانو ستائنه وكړه

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په آواران كښې د فتنه الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او ځوانانو ستائنه كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ د لعنت هېواد څخه تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د عملياتو په مهال د فتنه الهندوستان د …

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په آواران كښې د فتنه الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او ځوانانو ستائنه كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ د لعنت هېواد څخه تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د عملياتو په مهال د فتنه الهندوستان د درېو ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه او د عملياتو په مهال په مړانه جنګ كولو سره يې شهيد شوي ميجر سيد رب نواز طارق ته پېرزوئنې وړاندې كړې، وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو او د غمژنۍ كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ د لعنت هېواد څخه تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي٬ زما پشمول ټول قام په خپلو شهيدانو او د دوي په كورنيو وياړ لري۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ فسران او ځوانان د دښمن ناپاكې ارادې ناكامه كولو لپاره شپه او ورځ مصروف دي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو مېړنو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں