اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات سره نزدې د مسافرو په بس د فتنه الهندوستان د ترهګرو د ډزو او بريد غندنه كولو سره په پېښه كښې د درېو مسافرو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل …
وفاقي وزير محسن نقوي قلات كښې د مسافرو په بس د فتنه الهندوستان ترهګرو د ډزو او بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي قلات سره نزدې د مسافرو په بس د فتنه الهندوستان د ترهګرو د ډزو او بريد غندنه كولو سره په پېښه كښې د درېو مسافرو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه۔ ده ووئيل د فتنه الهندوستان ترهګر بې ګناه او تش لاسې مسافر په نخښه كوي كوم چې بزدلانه فعل دے ۔محسن نقوي ووئيل هغوي سافټ ټارګټ په نخښه كولو سره د امن له ميځنه وړلو ناوړه سازش كوي۔ ده ووئيل د قام په ملاتړ به د هند سپانسرډ ترهګرو هر سازش ناكامه كوٶ








