د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د زرعي زمكو په هاٶسنګ سوسائټيز د بدلېدو په اړه د لوړې كچې غونډه

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د زرعي زمكو په هاٶسنګ سوسائټيز د بدلېدو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې وفاقي او د صوبائي ادارو چارواكو٬ سي ډي اے او د اړوندو وزارتونو نمائندګانو ګډون وكړو ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير په پاكستان كښې د كروندې زمكو په …

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د زرعي زمكو په هاٶسنګ سوسائټيز د بدلېدو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې وفاقي او د صوبائي ادارو چارواكو٬ سي ډي اے او د اړوندو وزارتونو نمائندګانو ګډون وكړو ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير په پاكستان كښې د كروندې زمكو په تندۍ سره په كمېدو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل دا زمكې په تندۍ سره په هاٶسنګ سوسائټيز بدلېږي كومه چې په سباون كښې فوډ سيكورټي لپاره لويې خطر لري، راتلونكي كول ته به خوراك څنګه ترلاسه كېږي٬ مونږ له به په سمدستي توګه د دې رحجان لاره نيول وي۔ احسن اقبال واضحه كړه چې په هېواد كښې د منصوبه بندۍ نه غېر د ښاريو خپرېدل د بنيادي سهولتونو بحران پېدا كوي او اثر ئې په ماحولياتي توازن هم پرېوځي۔ ده په اسلام اباد كښې د ورټيكل كنسټركشن په پېل زور راوړو دغسې چې په ښاريو كښې د استوګنې ضرورتونه ترسره كړې شي۔ ده د اونو بې درېغه وهلو مخ نيوي له د سخت قوانين په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل ماحولياتي تحفظ زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده ۔ وفاقي وزير صوبائي واكمنو ته امر وكړو چې په تېرو شلو كالو كښې د هاٶسنګ سكيمو ښكار شوې زرعي زمكو ډېټا جمع كړئ دغسې چې پاليسئ جوړونكو لپاره جامع معلومات موجود وي۔ ده ووئيل اربن ډويلپمنټ لپاره قانون سازي او يو نيشنل فريم ورك ضروري دے٬ وفاق به صوبو سره په ګډه د كروندې زمكو تحفظ او ماحول دوسته ښاريو پرمختګ لپاره زر پاليسي مرتب كوي۔

مزید خبریں