شيان 16 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري عنبرين جان د شورو په ورځ د چين په شيان ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) هېوادونو د دوېم ټيلي ويژن فيسټيول په پرانستې دستوره كښې د "اعزازي مېلمنې" په حېث ګډون كولو سره د صدر آصف زرداري د مباركۍ پېغام واورولو ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د پاكستان …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري عنبرين جان د ايس سي او ټيلي ويژن د فيسټيول پرانستې دستوره كښې د “اعزازي مېلمنې” په حېث ګډون٬ د صدر آصف زرداري د مباركۍ پېغام ئې واورولو

مزید خبریں
شيان 16 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري عنبرين جان د شورو په ورځ د چين په شيان ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) هېوادونو د دوېم ټيلي ويژن فيسټيول په پرانستې دستوره كښې د “اعزازي مېلمنې” په حېث ګډون كولو سره د صدر آصف زرداري د مباركۍ پېغام واورولو ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د پاكستان حکومت او خپل اړخ نه د فيسټيول په كاميابه تابيا مباركي وركولو سره ووئيل دا فعاله اقدام به د اېس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه د كلتور او ميډيا په څانګو كښې د تل پاتې مرستې ثبوت دے٬ دا په اولسي كچه روابطو ته وده وركولو٬ مشتركه كلتوري ورثه رامخې ته كولو او د سمعي او بصري څرګندونې د قوي ذريعې په وساطت سره په متنوع تهذيبونو كښې د ګډې افهام و تفهيم او د احترام په وده كښې د مهم كردار وړ دے۔ ده ووئيل د فيسټيول موضوع “شنګھائي سپرټ” د بنيادي اصولو سره سم دے كوم چې شريك باور٬ مفادات٬ مساوات٬ مشاورت٬ د متنوع كلتورونو احترام او د ګډې پرمختګ ته وده وركوي٬ دا اقدار په دې دستوره كښې په واضح توګه برېښي كوم چې زمونږ د قامونو شريكو اړيكو ته وده وركوي۔ صدر خپل پېغام كښې ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم پاکستان لپاره ډېر د اهميت وړ دے كوم چې سيمه ايز ا من٬ اقتصادي همكارۍ او تزويراتي مرستې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د يو مهم پلېټ فارم په توګه كار كوي۔ ده ووئيل د پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم د متنوع کيميونټيز ترمېنځه افهام و تفهيم، كلتوري ډاډګيرنې او باور ته ودې وركولو لپاره په اولسي كچې اړيكو ته په وده زور راوړي۔ ده د فيسټيول په زړه پورې کاميابۍ انتظاميه ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔










