وفاقي وزير عطاﺀ تارړ سره د صحافتي تنظيمونو پلاوي ملاقات ٬ د آر آئي يو جے صدر طارق ورك سره په شوې پيښه د انديښنې څرګندونه

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ سره د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (پی ایف یو جے)، راولپنډی اسلام آباد یونین آف جرنلسټس (آر آئی یو جے) او د پارلیمانی رپورټرز اېسوسی اېشن (پی آر اے) نمائندہ پلاوي د شورو په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير د آر آئی یو جے صدر طارق ورک سره په شوې …

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ سره د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (پی ایف یو جے)، راولپنډی اسلام آباد یونین آف جرنلسټس (آر آئی یو جے) او د پارلیمانی رپورټرز اېسوسی اېشن (پی آر اے) نمائندہ پلاوي د شورو په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير د آر آئی یو جے صدر طارق ورک سره په شوې پېښه اندېښنه ښكاره كړه۔ ده ووئيل د خبريالانو وقار ٬ آزادي او پېشه ور تحفظ به په هره كچه باوري كولې شي۔ ده ووئيل د دې معاملې حل كول زما ذمه واري ده٬ خبريالانو سره د هغوي د فرض په ادا كولو كښې به هره ممكن مرسته او تحفظ باوري كولې شي۔ ده ووئيل حكومت آزاد صحافت د ټولنيزې بهترۍ ستن ګڼي او د دې دفاع عزم لرؤ۔ په پلاوي كښې د پي اېف يو جے صدر افضل بټ ٬ د نېشنل پرېس کلب صدر اظهر جتوئی، سېکرټری نیئر علی او نور شامل وو۔ په ملاقات كښې پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن او نور هم موجود وو۔

مزید خبریں