اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وزارت وياند د شورو په ورځ د سپيناوي بيان كښې وئيلې دي د زیارت مېنجمنټ پالېسۍ په اړه د مذهبي چارو وزارت سردار یوسف د نهې په ورځ د شوي پرېس كنفرنس په ضمن كښې د دې خبرې سپيناوے كړے چې د ايران ، عراق او سوريه د مقدس ځايونو زيارتونه به د نجي قافلو سالارانو د لارې عملي …
د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وزارت وياند د سپيناوې بيان

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وزارت وياند د شورو په ورځ د سپيناوي بيان كښې وئيلې دي د زیارت مېنجمنټ پالېسۍ په اړه د مذهبي چارو وزارت سردار یوسف د نهې په ورځ د شوي پرېس كنفرنس په ضمن كښې د دې خبرې سپيناوے كړے چې د ايران ، عراق او سوريه د مقدس ځايونو زيارتونه به د نجي قافلو سالارانو د لارې عملي كېدل٬ په دغه نظام كښې د زائرينو شمېره ٬ د تګ راتګ شېډول او د زيارتونو بشپړولو څخه وروستو هېواد ته د راستنېدونكي شمېرې نه پوره كېدو د لاسه د كوربه هېوادونو او اړوندو ادارو لخوا د بېلو اندېښنو څرګندونه كولې شي د كومو ذكر چې وفاقي وزير سردار یوسف په خپل پرېس كنفرنس كښې كړے ؤ۔ په تېر وخت كښې د بېرته نه راتلونكو كسانو حتمي شمېره او د وخت تعين د پخواني سسټم د لارې ممكن نه دے٬ يوازې اندازه لګېدې شي له دې كبله د وفاقی کابینې لخوا د منظور شوې زيارت منېجمنټ پالېسۍ لاندې د زائرین ګروپ آرګنائزر (ZGOs) رجسټرېشن عمل پېل كړے شوے او د دې د لارې به ډېر زر د نجي قافله سالارانو موجوده نظام بدل كړے شي او ټول زيارتونه به د مذهبي چارو وزارت لخوا د رجسټرډ شوي زائرین ګروپ آرګنائزر (ZGOs ) د لارې د يو بشپړ نظام لاندې عملي كولې شي۔ دې سره به د زيارت په بهانه په كوربه هېوادونو كښې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدو يا ګاونډي هېوادونو ته د تللو هڅو مخنيوي وكړے شي










