اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د پاكستان حكومت د اعلی كچې يو پلاوي د روانې اونۍ په مهال په جنېوا كښې د انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ ( آئی اېم بی) په غونډه كښې ګډون وكړو او په هېواد كښې د پوليو يو وارې بيا خپرېدو په تناظر كښې يۍ د دې سنګينې نړيوالې او سيمه ايزې خطرې ختمولو له د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو۔ پلاوي د پوليو ختمولو له په …
د پاكستان اعلی كچ پلاوي جنيوا كښې د انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د پاكستان حكومت د اعلی كچې يو پلاوي د روانې اونۍ په مهال په جنېوا كښې د انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ ( آئی اېم بی) په غونډه كښې ګډون وكړو او په هېواد كښې د پوليو يو وارې بيا خپرېدو په تناظر كښې يۍ د دې سنګينې نړيوالې او سيمه ايزې خطرې ختمولو له د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو۔ پلاوي د پوليو ختمولو له په روانو هڅو ٬ په شوي پېشرفت او د پاتې چېلنجونو مخنيوي له په وضعه كړو تګلارو هم رڼا واچوله۔ انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ، كومه چې د ګلوبل پولیو ایریډکېشن انېشیټو (جی پی ای آئی) بې پرې جاج اغستونكې او نګراني كونې اداره ده ٬ 14 څخه تر17 جولائی په جنېوا كښې روانه غونډه كښی په ګرده نړۍ كښې د پوليو ختمولو پېشرفت جاج اخلي۔ په غونډه كښې د پوليو د لاسه ځپلے شوو د نړۍ په دوه پاتې هېوادونو پاكستان او افغانستان كښې په پشرفت او پېښو چېلنجونو غور هم وكړو۔ د اعلی كچې په پلاوي كښې د روغتيا وزير مملكت ډاكټر ملك مختار احمد بھرتھ ، د پوليو مخنيوي لپاره د وزير اعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق، د سندھ چيف سېكرټري آصف حېدر شاہ، د پنجاب چیف سېكرټري زاهد اختر زمان، د خېبر پښتونخوا چیف سېكرټري شهاب علی شاہ، د بلوچستان چيف سېكرټري زاهد سلیم او نېشنل اېمرجنسي آپرېشنز کوآرډینېټر سېنېټر اېم انور الحق شامل دي۔ غونډې ته خطاب كښې وزير مملكت ډاکټر بھرتھ ووئيل د پاكستان حكومت د وزيراعظم په مشرۍ كښې پوليو ختمول په قامي اتفاق رائے د اډانه لرونكې ترجيحي مشن په توګه كار جاري ساتلے دے۔ ده ووئيل د وفاق ٬ څلورو واړو صوبو ٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په كچه د حكومت لخوا وضعه كړې تګلاره يو وارې بيا فعاله كړې شوې ۔ وزير مملكت د دې عزم پخلے وكړو چې د ټولو چېلنجونو باوجود د روغتيا وزارت د معمول حفاظتي ټيكو كورېج زياتولو له بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل باور لرم چې مونږ به عزم او جذبې سره د پوليو ختمولو په لاره كښې په ټولو چېلنجونو قابو اومومو او پوليو څخه د پاك پاكستان خوب به ريښتيا كړؤ۔ د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق د كال 2024-25 نېشنل اېمرجنسی اېکشن پلان لاندې د پاكستان د پېشرفت ذكر وكړو۔ دې ووئيل د روان كال په مهال کراچۍ، کوئټه او پېښور بلاكس څخه د پوليو كېسونو ختمېدل د دې خبرې مثبت علامت دے چې زمونږ د اعلی معيار يو شمېر مهمات كوچنيان د پوليو څخه ساتلو له فعاله قوت مدافعت وړاندې كړے بياهم د سېورېج په نمونو كښې د وائرس پرله پسې شتون دا خبره په ګوته كوي چې د هر كوچني وېكسينېشن او ساتنه باوري كول اوس هم ضروري ده ۔ دې په سوئيلي خېبر پښتونخوا كښې د پېښ پېچلې صورتحال ٬ وېكسين په اړه تحفظات او د آبادۍ نقل وحركت په څير عوامل كوچينانو ته رسېدو كښې لويې ستونزې وګرځولې۔ دې ووئيل پاكستان دا ثابت كړې چې هغه پوليو ته د ماتې وركولو صلاحيت لري بياهم موجوده كاميابۍ په ځاے ساتلو له به مونږ له د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو مخنيوې كول وي۔ انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ د پوليو ختمولو له د پاكستاني حكومت لخوا غېر معمولي سياسي عزم او مرسته د ستائنې وړ وګرځوله۔ د بورډ لخوا به په شفارشات مشتمل تفصيلي رپورټ به ډېر زر جاري كړے شي










