اسلام آباد۔16جولائی(اے پي پي) وفاقي كابينې د وړومبۍ جنورۍ 2025 څخه د "اي او بي آئي"پنشن كښې د 15 فيصد زياتوالي ٬كينسر٬ د زړه رنځونو او د ژوند بچ كوونكو داروګانو په درآمد نور 5 كلونو له د استثنی منظوري وركړې ده ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔وفاقي …
وفاقي كابينې د “اي او بي آئي”پنشن كښې د 15 فيصد زياتوالي ٬ د كينسر٬زړه رنځونو او د ژوند بچ كوونكو داروګانو په درآمد نور 5 كلونو له استثنی وركول منظور كړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پي پي) وفاقي كابينې د وړومبۍ جنورۍ 2025 څخه د “اي او بي آئي”پنشن كښې د 15 فيصد زياتوالي ٬كينسر٬ د زړه رنځونو او د ژوند بچ كوونكو داروګانو په درآمد نور 5 كلونو له د استثنی منظوري وركړې ده ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔وفاقي كابينې د سمندري چارو وزارت په سفارش د سي كيرج شپنګ ډاكومنټس بل 2025 مسودې په اړه ضروري قانوني كاروائي پېل كولو منظوري وركړه ۔وفاقي كابينې د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت په سفارش د ايمپلائز اولډ ايج بینیفټس انسټیټیوشن (ای او بی آئي) په پنشن كښې د 15 زياتوالي منظوري هم وركړه د كوم اطلاق به چې د وړومبۍ جنوري 2025 څخه كيږي۔پنشن كښې به دا اضافه اداره د خپلو وسائلو څخه وركوي۔وزيراعظم د اي او بي آئي كښې اداره جاتي اصلاحات په اړه د كابينې د كمېټۍ جوړولو هدايت وكړو ٬كمېټي به اداره كښې اصلاحات نه علاوه غېر منظم ليبر سيكټر غوندې د كورونو٬كروندې سره تعلق لرونكو ملازمانو او دغسې د نورو څانګو ملازمانو كوم چې تراوسه نظرانداز كيدل٬د اولډ ايج بينيفټس وركولو په اړه به په تجاويز غور كولې شي۔وفاقي كابينې د قامي روغتيا وزارت په سفارش روغتونونو او د روغتيا اړوندو ادارو كښې د كينسر٬د زړه رنځوونو او د ژوند بچ كوونكو داروګانو په درآمد 5 كلونو لپاره د نورې استثنی وركولو منظوري وركړه ۔دا داروګان به يوازې په روغتونونو او اړوندو ادارو كښې ترلاسه كيږي او د دې په عامو خرڅولو به بندېز وي او د دې داروګانو درآمد لپاره به وړومبې د لائسنسنګ اتهارټي څخه منظوري اخستل وي۔وفاقي كابينې د لیجسلیټو کیسز كابينې كمېټۍ د 2 او 3 جولائي 2025 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔










