د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د يوټيلټي سټورز نجكارۍ٬بنديدو او ملازمانو لپاره د سكيم جاج اغستو غونډه

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم په هدايات د يوټيلټي سټورز كارپورېشن(يو ايس سي)بنديدو او د نجكارۍ عمل څارنې لپاره جوړې كړې اعلٰی كچ كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔كميټۍ ته د يوټيلټي سټورز بنديدو د نجكارۍ په سپيځلي او منظم ډول د بشپړولو ٬ملازمانو لپاره موزو رضا كارانه جلا سكيم(وي ايس ايس)جوړولو او نجكارۍ لپاره يو ښكاره …

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم په هدايات د يوټيلټي سټورز كارپورېشن(يو ايس سي)بنديدو او د نجكارۍ عمل څارنې لپاره جوړې كړې اعلٰی كچ كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔كميټۍ ته د يوټيلټي سټورز بنديدو د نجكارۍ په سپيځلي او منظم ډول د بشپړولو ٬ملازمانو لپاره موزو رضا كارانه جلا سكيم(وي ايس ايس)جوړولو او نجكارۍ لپاره يو ښكاره ټائم لائن د تجويز كولو هدف وركړے شوے ۔په غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص صلاحكار هارون اختر خان٬ د اسټيبلشمنټ ډويژن سېكرټري٬د خزانې سيكرټري٬د صنعت او پيداوار سيكرټري٬د يوټيلټي سټورز كارپورېشن منيجنګ ډائرېكټر او د خزانې او ريونيو وزارت سينئر افسرانو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې كمېټۍ د وركړے شوو هدايات له مخې د شوي پېشرفت جاج واخست او په راتلونكې لائحه تفصيلي مشاورت وشو۔د دې خبرې پخلے وكړے شو چې د حكومت هدايات له مخې د يوټيلټي سټورز كارپورېشن ټولې هلې ځلې به تر 31 جولائي 2025 په بشپړه توګه بندولې شي۔د غونډې په مهال د يو ايس سي ملازمين لپاره يو منصفانه او په مالي توګه د عمل وړ وي ايس ايس سكيم په جژړولو تفصيلي غور وشو ۔د غونډې په مهال غړو د مجوزه وي ايس ايس بېلو اړخونو جاج واخست چې پكښې د دې ممكنه سائز٬مالياتي اثرات٬قانوني او انتظامي مضمرات شامل وو۔كميټۍ تجويز وركړو چې د نجكارۍ كميشن څخه د يوټيلټي سټورز اثاثو خرڅولو يا د نجكارۍ ساخت او افاديت په اړه دې مشاورت وكړے شي۔يوه جامع تجزيه باوري كولو لپاره چيئرمېن د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكرټري په مشرۍ كښې يوه ذيلي كمېټۍ هم جوړه كړه چې پكښې د خزانې وزارت او صنعت او پيداوار وزارت نمائندګان شامل دي۔كميټۍ به خپل سفارشات ته حتمي شكل وركوي

مزید خبریں