اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كميټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن جنيد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارو واكو ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د ټيكنالوجي پارك جوړولو په اړه د آډټ اعتراضات جاج اخستو سره اډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل دغه پارك …
پي اے سي غونډه كښې اسلام آباد كښې د ټيكنالوجي پارك جوړولو٬ د آئي ټي ورك فورس په اړه د ډېټا او د اين ټي سي د وفاقي حكومت د اجازې نه غېر د 5.6 اربه خرڅونو د اډټ اعتراضات جاج واغست

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كميټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن جنيد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارو واكو ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د ټيكنالوجي پارك جوړولو په اړه د آډټ اعتراضات جاج اخستو سره اډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل دغه پارك نه جوړېدو سره 8 كروړه 87 لكه ډالره زيان شوے دے٬ پارك په دسمبر كال 2022 كښې بشپړېدل وو٬ دې منصوبې لپاره د كورين ايګزم بينك څخه پور اخستلے شوے تر اوسه د منصوبې كار نه دې پېل شوے۔ د هاٶسنګ وزارت چارواكو ووئيل د ټيكنالوجي پارك جوړولو منصوبه كورين كمپنۍ سره وه٬ د كرونا په مهال د ګلوبل لاك ډاٶن په سبب په منصوبه كار نه دې پېل شوے٬ اوس دا منصوبه سږ كال په اكتوبر مياشت كښې بيا لانچ كوٶ۔ د كميټۍ چيئرمېن جنيد اكبر خان ووئيل د منصوبې تاخير څخه چې كوم وخت ضائع شوے د ھغې ذمه وار څوك دي۔ په دې موقع رياض فتيانه ووئيل دا هم دې معلومه شي چې پاكستان كښې د آئي ټي په اړه څومره ډېټا موجود ده٬ دا دې ووئيل شي چې مونږ په آئي ټي څانګه كښې څومره ورك فورس لرؤ۔ د انفارميشن ټيكنالوجي وزارت چارواكو ووئيل چ مونږ سره په آئي ټي كښې 7 لكه ګريجوايټس او 2.3 ملين فري لانسرز دي٬ په دې موقع پي اے سي په يوه مياشت كښې د ټيكنالوجي پارك جوړولو سټېټس رپورټ وغوښتو۔ د 1.8 اربه روپو په بېل كړي فنډ د پي اېس ډي پي په منصوبو كښې د تاخير او اډټ اعتراضوات په اړه اډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل په كال 22-2021 كښې د آئي ټي وزارت 28 منصوبو لپاره 6.7 اربه روپۍ بېلې كړې شوې وې٬ وروستو د آئي ټي منصوبو لپاره بېلا بېلو وزارتونو لپاره 5 اربه روپۍ بېلې كړې شوې٬ د دې منصوبو په ټاكلې موده كښې بشپړېدل وو٬ په 28 منصوبو كښې په 12 منصوبو د 5 نه تر 56 فيصده كار بشپړ شوے او د 74 نه تر سل فيصده جاري فنډز استعمال شوے ٶ٬ اوس ووئيل شول دغه منصوبې بشپړې شوې دي۔ نيشنل ټيلي كميونيكيشن كارپوريشن د وفاقي حكومت د اجازې نه غېر د 5.6 اربه مصرف په معامله د اډټ چاروكو غونډې ته ووئيل ادارې دغه روپۍ خرڅ كړې دي۔ نيشنل ټيلي كميونيكيشن چارواكو اعتراف وكړو چې په دې معامله كښې په پروسيجر عملدرآمد نه دې شوے۔ اډټ چارواكو ووئيل اېن ټي سي بورډ د يوې روپۍ بجټ نشي منظورولے٬ د اېن ټي سي د تېرو دريو كالو فنانشل سټيټمنټس نشته٬ دريو كالو راهسې د اېن ټي سي بجټ نه دې منظور شوے۔ د انفارمېشن ټيكنالوجي اينډ ټيلي كام سيكرټري ووئيل مونږ دا مهال هاؤس ان آرډر كوٶ او باور دركوم چې بيا لپاره به داسې نه كېږي۔ د پي اے سي چيئرمېن ووئيل دا د كال 23-2022 معامله ده٬ كوم سيكرټري چې راځي هم دا خبره كوي۔ خواجه شيراز محمود ووئيل ھغه كوم قامي راز دے چې تاسو فنانشل سټيټمنټس آډټ له نه وركوې۔ سيد نويد قمر ووئيل دلته متوازي حكومت روان دے دوي دا ګڼي چې په دوي كوم رولز نه لاګو كېږي۔ ده ووئيل دلته د قانون او آئين نه پرته څوك نشته۔ دغسې غونډې د انفارميشن اينډ ټيلي كام سيكرټري ته د ذمه وارو تعين كولو سره د رپورټ جمع كولو امر وكړو۔










