اسلام آباد 16جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف برتانيه كښې د پاکستان په پروازونو د لګيدلي بنديز پورته كولو هركلي كولو سره وئيلي دي د پي آئي اے پروازونه بيا پېل كېدل مهم سنګ ميل او په برتانيه كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د اطمينان سبب دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پي ټي آئي مشرانو د …
برتانيه لپاره د پي آئي اے پروازونه بيا پېل كېدل مهم پېشرفت دے٬ په نړيواله كچه به د پاكستان شهرت زيات شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 16جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف برتانيه كښې د پاکستان په پروازونو د لګيدلي بنديز پورته كولو هركلي كولو سره وئيلي دي د پي آئي اے پروازونه بيا پېل كېدل مهم سنګ ميل او په برتانيه كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د اطمينان سبب دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پي ټي آئي مشرانو د غېر ذمه وره بيانونو په سبب په تېر وخت كښې د پاكستان په پروازونو بنديزونه لګېدلے ؤ او د هېواد شهرت ته زيان رسېدلے ؤ ٬ د برتانيه لخوا د پاکستان به پروازونو لګولے شوي بنديزونه ختمېدل هلته مېشته پاكستانيانو لپاره د اطمينان سبب دے۔ وزيراعظم په پروازونو د لګولي شوي بندېز خاتمې لپاره د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د دفاع وزارت او ايوي ايشن ډويژن د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دې مثبت پېشرفت سره به په نړيواله كچه د پاكستان شهرت زيات شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته به لا وده اومومي۔ ده ووئيل د پاکستاني ائيرلائنز هوائي سفر په لړ كښې نړيوالو كمپنو سره مسابقت لپاره اقدامات په تندۍ سره روان دي٬ د پاكستان حكومت د قامي اېوي اېشن په څانګه كښې سپېځلتيا، معيار او د نړيوال معيار تقاضې ترسره كولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔










