اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره د بیجنګ پولیس ډیپارټمنټ پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چی د اسلام آباد او بيجنګ پوليس ترمينځه د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بیجنګ پولیس ډیپارټمنټ پلاوي د ډپټی ډائرېکټر جنرل ګاؤ جیانزن په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي سره …
د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د بيجنګ پوليس ډيپارټمنټ پلاوي ملاقات ، د اسلام آباد او بيجنګ پوليس ترمينځه د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره د بیجنګ پولیس ډیپارټمنټ پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چی د اسلام آباد او بيجنګ پوليس ترمينځه د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بیجنګ پولیس ډیپارټمنټ پلاوي د ډپټی ډائرېکټر جنرل ګاؤ جیانزن په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د اسلام آباد پولیس او بیجنګ پولیس ترمينځه د همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې پرېكړه وشوه چې د اسلام آباد پولیس افسران به د عصري پولیسنګ او ټېكنالوجي تربيې له بيجنګ ته لېږلې شي۔ په دې خبره موافقت وشو چې د اسلام آباد پولیس افسران به په بیجنګ پولیس ډیپارټمنټ كښې تربيتي كورسونه كوي۔ په ملاقات كښې پرېكړه وكړې شوه چې د اسلام آباد پولیس افسران به په بيجنګ كښې د پولیسنګ نظام بهترۍ له د آرټیفشل انټېلی جنس ټرېننګ هم كوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل په بيجنګ كښې عصري تربيه ترلاسه كولو سره به د اسلام آباد پوليس د كار استعداد زيات شي۔ محسن نقوی ووئيل د بيجنګ پوليس لخوا اسلام آباد پولیس ته اېنټی رائټ كښې تربيه وركول خوشبين ګڼؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ٬ منظمو جرمونو او د نشايي توكو او بشري قاچاق مخنيوي لپاره د معلوماتو په وخت تبادله زياته مهمه ده۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي اسلام آباد پوليس سره د همكارۍ په زياتولو د بيجنګ پوليس ډيپارټمنټ پلاوي مننه وكړه۔ په دې موقعه د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ٬ د كورنيو چارو وزارت سېكتر ٬ د اېف آئي اے ډي جي ٬ کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمی، چیف کمشنر اسلام آباد ، آئی جی اسلام آباد پولیس او ډی سی اسلام آباد هم موجود ؤ










