اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن د اوسنيو بارانونو د لاسه د هېواد په بېلو سيمو كښې په شوي قيمتي ځاني زيان او د يو شمېر كسانو په ژوبل كښې د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سنېېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل قدرتی آفتونه د آزمائش وخت وي او ټول قام په دې وخت كښې د يو بل مرسته وكړي۔ ده اړوندو ادارو ته هدايت وكړو …
د سينيټ چيئرمين د اوسنيو بارانونو د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن د اوسنيو بارانونو د لاسه د هېواد په بېلو سيمو كښې په شوي قيمتي ځاني زيان او د يو شمېر كسانو په ژوبل كښې د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سنېېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل قدرتی آفتونه د آزمائش وخت وي او ټول قام په دې وخت كښې د يو بل مرسته وكړي۔ ده اړوندو ادارو ته هدايت وكړو چې په ځپليو سيمو كښې دې د رېسکیو او ریلیف عمل فعاله كړے شي دغسې چې د نور زيان مخنيوے وكړے شي۔ ده په وفاقي او صوبائي حكومتونو زور راوړو چې هغه دې د ځپليو كورنيو مرسته وكړي او بنيادي آسانۍ رسول دې باوري كړي۔ ده د حق رسېدلې كسانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د بخښنې او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔










