اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د پاکستان نامه برطانوي ایئر سیفټی لسټ څخه وتل يو مهم سنګ ميل دے٬ په كال 2020 كښې د پي ټي آئي د حكومت د هوابازۍ وزير غېر مسؤولانه بيان د لاسه پابندي ولګېده ٬ دا فعل د هېواد په ضد يو جرم ؤ د كوم ارتكاب چې نه يوازې دا چې غلام سرور خان وكړو بلكې ذمه …
د پاكستان نامه برطانوي ایئر سیفټی لسټ څخه وتل يو مهم سنګ ميل دے٬ دا مونږ لپاره يوه يادګاري ورځ ده: د دفاع وزير خواجه آصف

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د پاکستان نامه برطانوي ایئر سیفټی لسټ څخه وتل يو مهم سنګ ميل دے٬ په كال 2020 كښې د پي ټي آئي د حكومت د هوابازۍ وزير غېر مسؤولانه بيان د لاسه پابندي ولګېده ٬ دا فعل د هېواد په ضد يو جرم ؤ د كوم ارتكاب چې نه يوازې دا چې غلام سرور خان وكړو بلكې ذمه واري يۍ د دغه وخت په وزيراعظم هم وه د كوم دلاسه چې د اربونو روپو زيان سره سره قامي وقار هم مجروح شو۔ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د دفاع وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د قومي هوابازۍ په څانګه كښې نن يو مهم سنګ ميل ترسره شوے دے او برطانوي ایئرسېفټی لسټ څخه د پاكستان نامه ويستلې شوې ده۔ ده ووئيل بندېز د پاكستان تحريك انصاف په دور كښې د هوا بازۍ وزير غلام سرور خان د يو غېر ذمه دارانه بيان د لاسه لګېدلې وه۔ ده ووئيل د دغه بيان بايد پلټنې وكړې شي ٬ دې سره قامي ایئرلائن څومره زيات زيان سره مخ شو ٬ د پي آئي اے وقار مجروح شو ٬ دا هر څه څنګه او ولې وشؤ د دې سبب معلومول زمونږ ذمه واري ده۔ د دفاع وزير ووئيل دا د برطانيې او اروپائي ائتلاف زمونږ په ایئر لائنز او سول اېوی اېشن د باور څرګندونه ده چې زمونږ نامه د ایئر سېفټی پابندۍ لسټ څخه ويستلې شوې ده۔ د دفاع وزير ووئيل په دې اقدام برطانيه او اروپائي ائتلاف ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل نادر ډار زمونږ د سول ايوي اېشن مشر دے ٬ د پخواني وزير خواجه سعد رفیق هم ستائنه كوم چا چې دې مقصد لپاره اخلاص سره ستړې وكړې ٬ ستونزې يۍ لرې كړې او دا لړۍ يۍ روانه وساتله او هم ددغې په نتيجه كښې نن مونږ ته دا يو ښه خبر ترلاسه شوے دے۔ د دفاع وزير ووئيل دې سره سره مونږ هڅه كوؤ چې امريكا لپاره هم د دې د پروازونو وقار بحال كړؤ په كوم چې بندېز خو نه ؤ خو د پي ټي آئي د لاسه د دې وقار اغېزمن شوے ؤ۔ د دفاع وزير ووئيل په راروان پړاؤ كښې د پي آئي اے نجكاري كوو٬ ټول نړيوال روټس بحالولو سره به د دې نجكاري وكړې شي چې ورسره به د دې وېليو زياته شي او حكومت ته به زياته ګټه وشي۔ د دفاع وزير هېواد ٬ قام او پي آئي اے ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل دا زمونږ لپاره يوه يادګاري ورځ ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې ټوله موده كښې بحالۍ لپاره ایئرسېفټی انسپکشنز بشپړ كړې شول او دا عمل روان ؤ اوس مونږ کلیئرنس ترلاسه كړے دے٬ اوس مونږ په زيات ښه ډول پلټنې كولې شوو٬ نوې الوتكې به راشي او په پرائیوېټ سېکټر كښې موجوده بېړه به اپ ګرېډ كړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل فوجی فرټیلائزر او ایئربلیو سره سره 4 نورو ډلو هم د نجكارۍ په عمل كښې خوښي ښكاره كړې ده










