د پي اے سي غونډه كښې د غړو پشمول د سركاري ادارو لوړ پورو ګډون

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كميټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن جنيد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارو واكو ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د ټيكنالوجي پارك جوړولو په اړه د آډټ اعتراض جاج اخستو سره اډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل دغه پارك …

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كميټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن جنيد اكبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارو واكو ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د ټيكنالوجي پارك جوړولو په اړه د آډټ اعتراض جاج اخستو سره اډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل دغه پارك نه جوړېدو سره 8 كروړه 87 لكه ډالره زيان شوے دے٬ پارك په دسمبر كال 2022 كښې بشپړېدل وو٬ دې منصوبې لپاره كورين ايګزم بينك څخه پور اخستلے شوے ٶ تر اوسه د منصوبې كار نه دې پېل شوے۔ د هاٶسنګ وزارت چارواكو ووئيل د ټيكنالوجي پارك جوړولو منصوبه كورين كمپنۍ سره وه٬ د كرونا په مهال د ګلوبل لاك ډاٶن په سبب په منصوبه كار نه دې پېل شوے٬ اوس دا منصوبه سږ كال په اكتوبر مياشت كښې بيا لانچ كوٶ۔ د كميټۍ چيئرمېن جنيد اكبر خان ووئيل د منصوبې تاخير څخه چې كوم وخت ضائع شوے د ھغې ذمه وار څوك دي۔ په دې موقع د يو شمېر اډټ اعتراضونو هم جاج واغستلے شو

مزید خبریں