تیانجن۔16جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ په تیانجن كښې د شنګھائی مرستې تنظيم (اېس سی او) خارجه وزيرانو غونډې په موقعه د چين خارجه وزير وانګ یی سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير اسحاق ډار د اېس سي او د خارجه وزيرانو كونسل په كاميابه غونډه كولو وانګ يي ته مباركي …
د نائب وزیراعظم او خارجه وزیر ، سينيټر اسحاق ډار چينائي خارجه وزير سره ملاقات ٬ سيمه اييز امن او پرمختګ لپاره د همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلے

مزید خبریں
تیانجن۔16جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ په تیانجن كښې د شنګھائی مرستې تنظيم (اېس سی او) خارجه وزيرانو غونډې په موقعه د چين خارجه وزير وانګ یی سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير اسحاق ډار د اېس سي او د خارجه وزيرانو كونسل په كاميابه غونډه كولو وانګ يي ته مباركي وركړه او په تود هركلي كولو يۍ د چينائي مشرتابه مننه وكړه۔ دواړو لارښودو د سي پېك په شمول د شريكې خوښې په مهمو څانګو او ګڼ اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په بېلو څانګو كښې په روانه نزدې پاك چين مرسته د اطمينان څرګندونه هم وكړه۔ دواړو اړخونو سيمه اييز امن ٬ استحكام او پرمختګ ته وده وركولو له د دوه اړخيزه مرستې لا مضبوطولو عزم پخلې وكړو۔










