اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډي آئي خاني په كلاچۍ سيمه كښې د فتنة الهندوستان د ترهګرو د ډزو پېښه غندلو سره شهيد شوو دوه پوليس اهلكارانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي د شهيد شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د …
د وفاقي وزير محسن نقوي ډي آئي خان كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ډزو شهيد شوو پوليس اهلكارانو ته د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډي آئي خاني په كلاچۍ سيمه كښې د فتنة الهندوستان د ترهګرو د ډزو پېښه غندلو سره شهيد شوو دوه پوليس اهلكارانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي د شهيد شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د خېبر پښتونخوا پوليس مېړنو فرزاندانو قربانيو ته سلام كوو٬ د شهيد شوو پوليس اهلكارو غمجنيو كورنيو سره يو برابر ولاړ يوو٬ د شهيد شوو پوليس اهلكارو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ محسن نقوی ووئيل د خېبر پښںتونخوا پوليس د ترهګرۍ په ضد د اولني صف كردار ترسره كوي۔ مونږ د خېبر پښتونخوا پوليس په مېړنو ځوانانو وياړؤ۔ وفاقی وزیر د فتنة الهندوزستان بريد كوؤنكو ترهګرو په ضد په وخت د كارروائۍ په كولو د خېبر پښتونخوا پوليس ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګرو په وژلو د خېبر پښتونخوا پوليس د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كوو۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد كامياب آپرېشن د ستائنې وړ دے او په دې كامياب آپرېش د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي او د هغه ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔ وفاقی وزیر ووئيل هندي سپانسرډ ترهګر به د امن فضا لمينځه وړولو ته پرېښودلې نه شي۔










