د خزانې وزير په مشرۍ كښې د بزنس کميونټي، چيمبرز آف کامرس او د سوداګرو تنظيمونو د استازو غونډه

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د د نهې په ورځ ګرد هېواد كښې د بزنس کميونټي، چيمبرز آف کامرس او د سوداګرو تنظيمونو د استازو غونډه شوې چې پكښې د فنانس ايکټ 2025 له مخې معارفي كړې شوې سيکشن 37 اے او په نورو اروندو چارو د سوداګرو په تحفظات تفصيلي غور وشو ۔ په دې موقع وفاقي وزير كاروباريانو …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د د نهې په ورځ ګرد هېواد كښې د بزنس کميونټي، چيمبرز آف کامرس او د سوداګرو تنظيمونو د استازو غونډه شوې چې پكښې د فنانس ايکټ 2025 له مخې معارفي كړې شوې سيکشن 37 اے او په نورو اروندو چارو د سوداګرو په تحفظات تفصيلي غور وشو ۔ په دې موقع وفاقي وزير كاروباريانو ته د حکومت لخوا د بشپړه مرستې او سپېځلتيا باور وركولو سره ووئيل چ د حکومت مقصد يوازې په لويه كچه د ټېكس فراډ مخنيوي كول دي، دا نه چې جائز او ديانتدار كاروباريان وځورولې شي۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د هارون اختر خان په مشرۍ كښې به يوه كمېټي جوړولې شي چې پكښې به د خزانې وزيرمملكت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم د تجارت كوآرډينيټر رانا احسان افضل خان، د اېف بي آر چيئرمېن او د بزنس کميونټي او چيمبرز نامزد كړي نمائندګان شامل وي٬ دا كمېټي به په 30 ورځو كښې په رامخې ته مسئلو تفصيلي مشاورت كوي او يو متفقه او د عمل وړ حل به وزيراعظم او كابنيې ته وړاندې كوي۔ په غونډه كښې کاروباري استازونو خپلې اندېښنې او تجويزونه وړاندې كړل په كوم چې حكومت په سنجيدګي د غور كولو او د ټولو ډلو د اعتماد له مخئ مخ وړاندې تګ لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ په غونډه كښې د وركړې راكړې په حواله د سوداګرو اندېښنو لرې كولو لپاره د هر ډول ممكنه هڅو كولو او بزنس کميونټۍ لپاره په ستونزو نه پېدا كولو اتفاق وشو۔۔

مزید خبریں